ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنه: ولسمشر دې ژر تر ژره د پوهنتون ستونزې حل لاره ومومي

مدني ټولنه: ولسمشر دې ژر تر ژره د پوهنتون ستونزې حل لاره ومومي

author avatar
13 Oct 2012 - 16:03
مدني ټولنه: ولسمشر دې ژر تر ژره د پوهنتون ستونزې حل لاره ومومي
author avatar
13 Oct 2012 - 16:03

کابل ښار (پژواک ٢٢ تله ٩١): د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او محصلينو له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د نفاق او تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه دې د پوهنتون ستونزې ته ژر تر ژره د هوارۍ لاره پيدا کړي.

پخوانى ولسمشر، د سولې د عالي شورا رييس او د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين رباني تېر کال د وږي په ٢٩ مه د کابل ښار په وزير محمد اکبرخان سيمه کې په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون تېره مياشت د وزيرانو شورا په غوښتنه او د ولسمشر کرزي د ځانګړي فرمان له مخې، د استاد برهان الدين رباني په نوم ونومول شو.

خو په دغه کار سره په تېرو څو ورځو کې لسګونو محصلينو پر لاريونونو لاس پورې کړ، د دې پرېکړې د بدلون غوښتنه يې وکړه او ګواښ يې وکړ، چې که غوښتنه يې ونه منل شي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

څو ورځې مخکې په دې اړه د ياد پوهنتون مخې ته ګڼ شمېر محصلينو لاريون وکړ او هڅه يې کوله، چې د پوهنتون نوې لوحه راکوزه کړي، خو پوليسو يې مخه ونيوه او ترمنځ يې اخو ډب هم رامنځ ته شو، يو شمېر محصلين ټپيان شول او څو تنه پوليسو ونيول.

په دې اړه نن (د تلې ٢٢مه) په کابل کې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او محصلينو خبري ناسته درلوده.

د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز وياند حيات الله حيات په دې ناسته کې وويل، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د ښوونې او روزنې پوهنتون درسونه په ټپه ولاړ دي او محصلين نه ورځي، چې دا يو لوى زيان دى.

د هغه په وينا، دا هر څه له دې امله رامنځ ته شوي، چې ولسمشر حامد کرزي غوښتل، د استاد رباني په نوم د ښوونې او روزنې پوهنتون په نومولو سره يو شمېر کړۍ خوشاله کړي او په راتلونکې سياسي معاملو کې يې ملاتړ ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر کرزي په دې اعتراف کړى، چې په دې اړه يې لازمه مشوره نه وه کړې او پرېکړه يې ناسمه وه، خو بيا يې هم د سمون لپاره هېڅ ګام نه اخلي.

حيات وويل: ((زده کوونکو په پوره متانت ثابته کړه، چې د دوى اعتراضونه سوله ييز دي، خو له بده مرغه زموږ يو شمېر قانون جوړوونکو او قانون ساتونکو پر دوى له تاوتريخوالي ډک ګوزارونه وکړل.))

د ده په خبره، د دوى مرکز پر ولسمشر غږ کوي، چې نور دې ملي مصلحتونه او ارزښتونه د ځانګړو کړيو د خوشالۍ او د خپلو سياسي معاملو لپاره نه قرباني کوي او په ځانګړې توګه دې په ځوان نسل کې د ملي روحيې نزاکتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړى وايي، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې له کمونيستي کودتا را وروسته د څېرو او اشخاصو په اړه ولس يوه خوله نه دى او تاريخي قضاوت نه دى پرې شوى او تر څو چې په دې اړه د بشري حقونو يوه بې پرې کمېسيون پرېکړه نه وي کړې، ادارې، اکاډميک ځايونه، مډالونه او ورځې يې بايد په نوم ونه نومول شي.

د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو په استازيتوب محمود ساپي وويل، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې محصلينو او استادانو د نوم د بدلولو له امله په اعتراضونو لاس پورې کړى، چې تر اوسه يې هېچا هم په خبره غوږ نه دى ګرولى.

نوموړي زياته کړه: ((له کله چې ولسمشر کرزي دغه کار کړى، نه يواځې د محصلينو، استادانو او ريښتيني افغان پر هډوکو يې چاړه اېښې، بلکې د افغانانو تر ټولو لويې ستونزې، چې هغه نفاق دى، هغه ته يې تېل وپاشل.))

د هغه په وينا، حکومت د ولسواکۍ ادعا کوي، خو د محصلينو او استادانو مدني غوښتنو ته ځواب نه وايي، چې دا په خپله د دې نښه ده، چې حکومت پر ولسواکۍ باور نه لري.

ساپي وويل: ((کرزي څو ځلې په خپلو ويناوو کې د تحصيلي نظام له سياست څخه په بې پلوى ټينګار کړى او په وروستي فرمان کې يې هم دغه ټکى واضح شوى، خو د رباني په نوم د پوهنتون په نومولو سره په خپلو خبرو او فرمان باندې پښه ږدي.))

د ده په خبره، د پوهنتون د نوم بدلول د دې لامل شوى، چې محصلين له زده کړو لرې پاتې شي، د محصلينو ترمنځ د صميميت فضا په تاوتريخوالي واوړي او له همدې امله ګڼ شمېر استادان د بېلابېلو کړيو له خوا ګواښل شوي هم دي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې که د دوى غوښتنه ونه منل شي او د پوهنتون نوى نوم بېرته وانه خيستل شي، دوى به له دې هم جدي ګامونه واخلي، په درسي اعتصاب لاس پورې کړي او وروسته به استعفاوې ورکړي.

د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلينو په استازيتوب نظيفې وويل، چې پر ياد پوهنتون د استاد رباني نوم اېښودل، د هېواد له اساسي قانون او نورو اړوند قوانينو سره په ټکر کې دى او بايد بېرته واخيستل شي.

د هغې په وينا، بايد په دې ملي مسئله کې له قانون سره سم ټولپوښتنه شوې واى او دوى هر ډول ټولپوښتنې او مناظرې ته حاضر دي.

نوموړې زياته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزير په يوه وينا کې ويلي وو، چې د دغه وزارت د لايحې له مخې د ١٣٥٧ کال تر کودتا وروسته اشخاص متنازعه دي، بايد ملي ورځې او ځايونه د هغوى په نوم ونه نومول شي.

د نظيفې په خبره، چې د پوهنې وزارت تېر ٣٥ کلن تاريخ متنازعه بولي او درسي نصاب ته يې نه داخلوي، نو استاد رباني هم د دغه تاريخ يو لوبغاړى دى او بايد هېڅ ځاى يې په نوم ونه نومول شي.

نوموړې وايي، چې که د محصلينو پر وړاندې حکومت همداسې خپله بې پروايي وساتي او له تاوتريخوالي ډک چلند ورسره کوي، نو دوى به د هېواد پر ټولو مدني ټولنو او ګوندونو د ملاتړ غږ وکړي او لاريونونه به نور هم پر اخ کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.