Language

په جلال اباد کې د وچو مېوو بيې ټيټې شوې

جلال اباد (پژواک ٢ لړم ٩١): په جلال اباد ښار کې د وچو مېوو پلورونکي وايي، چې د وچو مېوو په بيو کې د تېر په پرتله ټيټوالى راغلى دى.

د نېکمرغه لوى اختر له را رسېدو سره سم په جلال اباد ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او هره ورځ زرګونه خلک له دغه ښار څخه د اختر بېلابېل ډول سوداوې اخلي.

محمد حامد چې د جلال اباد ښار د ډنډ پر غاړه وچه مېوه خرڅوي وايي، چې د تېر کوچني اختر په پرتله د وچو مېوو بيې ټيټې شوې دي.

هغه د لړم په ٢مه پژواک خبري اژانس ته د وچو مېوو د بيو د ټيټېدا لامل د کورنيو مېوو بازار ته عرضه کېدل په ګوته کړل.

نوموړي زياته کړه: ((يواځې هغه څه چې له پاکستانه راځي د هغو په نرخونو کې ټيټ والى نه دى راغلى.))

نسيم، چې د ډنډ پر غاړه پلۍ (ممپلي) خرڅوي، وايي چې دوى له پاکستانه پلي راوړي؛ نو ځکه يې په نرخونو کې کموالى نه دى راغلى.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې هم پلي کېږي خو د پخولو لپاره يې مناسب ځايونه نشته نو ځکه يې اخيستونکي هم کم دي.

ده زياته کړه: ((که زموږ په هېواد کې د ممپليو د پخولو لپاره ښه ځاى واى نو اوس به د نورې مېوې په څېر دا هم ارزانه وو، خو دلته داسې مسلکي خلک هم نشته چې سم يې پاخه کړي.))

خو د اکبرخان په نوم يوه بل دوکاندار بيا د مېوو د بيو د ټيټېدو لامل لوى اختر په ګوته کوي او زياتوي چې په دغه اختر کې خلک مېوې کمې اخلي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په لوى اختر کې خلک ډېر لګښت د قربانيو پر څارويو کوي؛ ځکه نو د مېوو اخيستلو ته زړه نه ښه کوي.

اکبر وايي: ((لوى اختر د غوښو وي او کوچنى د مېوو، په دې کې څوک ډېرې مېوې نه خوري.))

فهيم، چې په جلال اباد کې د کلچو هټۍ لري وايي، چې په دغه اختر کې کلچې هم ارزانه شوې دي.

هغه پژواک ته وويل: ((په تېر وړوکي اختر کې يو چارک کلچې (پاوکم دوه کيلو) په ١٥٠ افغانۍ وې خو او اوس د شاروالۍ د نرخ نامې له مخې په ١٣٠ افغانۍ کېږي))

خو عتيق الله چې ښار ته د اختر د مېوې اخيستو په موخه راغلى وايي، يوازې له نخود او مميزو پرته د نورو ټولو توکو بيې لوړې شوې دي.

هغه وايي: ((په اختر کې خو يواځې مېوه نه وي، نور شيان هم خلک اخلي، هرڅه دومره قيمته شوي چې د غريب سړي له واکه وتي دي، شاروالي يې هم کنټرول نه کوي.))

نوموړى زياتوي، هر دوکاندار کوښښ کوي چې د اختر په ورځو شپو کې خپله سودا په لوړ نرخ خرڅه کړي، خو د کنټرول لپاره يې هېڅوک نشته چې نرخونه يې کنټرول کړي.

د افغانستان د خواريکښو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل هم د بيو له لوړوالي شکايت کوي او پړه د ښاروالۍ پر مامورينو اچوي، چې نرخونه نه کنټرولوي.

هغه پژواک ته وويل: ((يو خو د مزدور مزد کم دى، کورنى اقتصاد په ټپه ولاړ دى، بې کاري تر خپل اوج رسېدلې او نرخونه هم لوړ دي، په کار ده چې دولت دې ته پاملرنه وکړي.))

ډاکټر عادل وايي، چې د نرخونو لوړېدل هغه څه دي چې د هېواد فقيره طبقه ورځ تر بلې د فقر کندې ته بيايي.

د ننګرهار ښاروالۍ د پلټنې مدير عبيدالله اغا بيا وايي، چې د دوى د پلتنې ټيم هر ساعت په ښار کې ګرځي او هر هټۍ وال چې له ټاکلې لايحې سرغړونه وکړي، جريمه کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ همدا اوس ټولو دوکاندارانو ته نرخ نامه ورکړې، هغه که خارجي توکي وي او که داخلي، زموږ په نرخ نامې کې واضح دي، يو څو دوکانداران مو جريمه کړي هم دي، هېڅوک نه شي کولى چې سرغړونه ترې وکړي.))

نوموړى پر ټولو ښاريانو غږ کوي، چې په دې برخه کې دې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي، که هر هټۍ وال پرې له ټاکلې لايحې نه قيمته توکي خرڅول، ښاروالۍ ته دې خبر ورکړي.

ياده دې وي چې د روانې مياشتې د لړم په پنځمه نېټه، چې د جمعې له ورځې سره سمون خوري، د لوى اختر لومړۍ ورځ ده.

Related Topics