Language

په غزني کې پنځه طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

غزني ښار (پژواک ٨ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د غزني ښار اړونده سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسلوال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غزني د ملي امنيت رياست يوه چارواکي د نوم په نه ښودو د لړم په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د غزني ښار په کلا قاضي سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې پنځه طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات د پوليسو او په غزني کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شول، چې له امله يې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

خو د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي په دغه پېښه کې د ملکي وګړو د وژلو په اړه بې خبري وښوده، خو زياته يې کړه، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال وسلوالو طالبانو له کورونو څخه پر ګډو ځواکونو بريد وکړ، چې په ځوابي ډزو کې پنځه وسلوال ووژل شول او ښايي ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد عمليات د شپې په يوه بجه پيل او تر سهاره يې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې پنځه موټرسايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د کلا قاضي سيمې يوه اوسېدونکي احمدشاه هم پژواک اژانس ته وويل، چې د عملياتو پر مهال وسلوال طالبان او يوه ښځه او يو سپين ږيرى سړى وژل شوي دي.

د ده په خبره، د عملياتو پر مهال تر دوه ساعته پورې نښته روانه وه، چې د سيمې خلک يې سخت وېرولي وو او هېچا تر سهاره  خوب نه دى کړى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د غزني ښار امنيت په وروستيو کې يو څه خراب شوى او په ښار کې دننه يې د بريدونو او وژنو په اړه ډېرۍ راپورونه ورکول کيږي.

Related Topics