Language

درې سيمه ييز پوليس ووژل شول

اسعداباد (پژواک ١٠ لړم ٩١): د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند واصف الله واصفي د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د غازي اباد ولسوالۍ په حاجي اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر اووم نمبر پوستې بريد وکړ، درې پوليس يې ووژل او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د واصفي په وينا، ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د والي وياند دا هم وويل، چې په همدغه مهال وسلوالو مخالفينو د غازي اباد ولسوالۍ په مرکز کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې بلې پوستې هم بريد کړى، خو زيان يې نه درلود.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي هم ياد بريدونه تاييد کړل، خو زياته يې کړه، چې په دغو بريدونو کې دوه  پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د روان لمريز کال په پيل کې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې سيمه ييزو پوليس ګومارل شوي او د سيمې اوسېدونکي هم ترې خوښ دي.

Related Topics