کابل (پژواک ١١ لړم ٩١): د اريانا افغان هوايي شرکت وايي، د متحده عرب اماراتو د محکمې له خوا د جريمې پرېکړه ځکه نه مني، چې د “اېروان” له هوايي شرکت سره نېغ په نېغه په تړون کې ښکېل نه دى.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د اماراتو د شارجې يوې محکمې يوه مياشت وړاندې د اريانا افغان هوايي شرکت لس ميليونه امريکايي ډالره جريمه کړى دى.
راپورونه وايي، اريانا، له پامير هوايي شرکت سره د يو تړون له امله جريمه شوى دى.
پامير يو افغاني خصوصي هوايي شرکت و، خو اوس فعاليت نه لري.
د اريانا افغان هوايي شرکت مشر نصيراحمد حکيمي نن د اماراتو د محکمې د پرېکړې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شرکت په ١٣٨٣ کال کې د افغان حاجيانو د لېږد په موخه د پامير له شرکت څخه الوتکې کرايه کړې وې.
حکيمي وايي، چې يادې الوتکې د پامير شرکت د “اېروان ” په نوم د اماراتو له يوه هوايي شرکت (Airvan Airline) څخه کرايه کړې وې.
د راپورونو له مخې، د پامير، د اماراتو ياد هوايي شرکت ته د کرايه کړو الوتکو پيسې نه دي ورکړي.
دى وايي، چې د اماراتو شرکت دې خپله قضيه د پامير هوايي شرکت له چارواکو سره حل کړي.
حکيمي وويل، چې د اريانا افغان هوايي شرکت سعودي ته د افغان حاجيانو تر لېږد وروسته کرايه کړې دوې الوتکې بېرته پامير شرکت ته په خپل وخت وسپارلې.
ده وويل، چې د اريانا افغان هوايي شرکت د شوي تړون له مخې پامير شرکت ته د کرايه شوو الوتکو پيسې ورکړې او حساب يې ورسره په خپل وخت تصفيه کړى دى.
حکيمې زياته کړه: “موږ سند لرو، پامير موږ ته ليکلي چې تاسو زموږ پيسې راکړئ، که موږ کومه لانجه لرو، هغه زموږ خپله شخصي معامله ده.”
حکيمي وايي، له دې امله د اريانا په اړه د اماراتو د محکمې پرېکړه بېځايه ده، ځکه چې د اريانا افغان هوايي شرکت په نېغه د اماراتو له هوايي شرکت سره په تړون کې ښکېل نه و.
د ده د معلوماتو له مخې، د اماراتو محکمې د دې قضيې د څېړلو پر مهال ان په اماراتو کې د افغانستان سفارت ته هم خبر نه دى ورکړى.
حکيمي د محکمې هغه څرګندونې له منطق څخه لرې بولي چې ويلي يې دي، په دې اړه د افغانستان له سفارت سره د اړيکې په ټينګولو نه ده بريالۍ شوې .
حکيمي وايي: “محکمه چې حکم کوي بايد دواړه طرفونه وغواړي، يعنې موږ هلته نه وو، نو د محکمې حکم په هېڅ صورت د منلو وړ نه دى.”
هغه زياته کړه، چې د اريانا افغان هوايي شرکت، په محکمه کې د استيناف غوښتنه کړې او په همدې موخه يې محکمې ته ٣١ زره درهمه فيس هم تحويل کړى دى.
حکيمي وايي، چې اوس د محکمې له خوا د استيناف جلسې دايرېدو ته په تمه دي.
د راپورونو له مخې، د اماراتو د يادې محکمې په پرېکړه کې دا هم راغلي، چې په دوبۍ کې به د اريانا افغان هوايي شرکت شتمني هم ضبط شي.
حکيمي وويل، چې په اماراتو کې د اريانا افغان هوايي شرکت د شتمنۍ په اړه دقيق معلومات نه لري، خو د دغو قضيو تر رابرسېره کېدو وروسته دغه شرکت د دوبۍ په بانکونو کې خپل شاوخوا ٤ ميليونه ډالره شتمني دوې اوونۍ وړاندې نورو بانکونو ته لېږدولې ده.
حکيمي وايي، چې د اماراتو د اېروان شرکت يو لانجمن هوايي شرکت دى او تر دې مخکې يې هم د ځينو غريبو ملکونو پر هوايي شرکتونو دعوې کړې دي نو ځکه دغه شرکت له پامير سره هم ياده قضيه اته کاله وروسته رابرسېره کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن