Language

په شمال کې د ناروې څلور سرتېري ټپيان شول

کابل ( پژواک ١٢ لړم ٩١ ) :  د ايساف اړونده څلور تنه نارويجي  سرتېري د افغانستان په شمال کې د ماين په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ددوى ځواکونه په چمتال ولسوالۍ کې پر ګزمې بوخت وو، چې پر يوه نظامي موټر يې د سړک د غاړې ماين وچاودېد.

ايساف وايي، چې په دې چاودنه کې يې څلور سرتېري برسېرن ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسلوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم ايساف د ټپي شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په شمال کې امنيتي سرچينې وايي ، چې دا سرتېري د ناروې هېواد اوسېدونکي دي.

ناروې په افغانستان کې شاوخوا ٥٢٥ سرتېري لري ، چې په شمالي ولايتونو بلخ او فارياب مېشت کې دي او تر اوسه يې په افغانستان کې لس سرتېري وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.