پل علم (پژواک ١٥ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په ځينو پېښو کې د حقاني شبکې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوي دي.
د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين د لړم په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په لامروز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حقاني شبکې يو مشهور قوماندان ووژل شو.
د هغه په وينا، دغه قوماندان ملا غفار نوميده او د بره کي برک ولسوالۍ ترڅنګ يې په وردګو ولايت کې هم د سړک غاړې د ماين په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې لاس درلود.
نوموړي زياته کړه، چې ملا غفار د يادې سيمې په يوه کور کې وژل شوى او په پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې ويلي، چې پرون يې هوايي ځواک د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو يو قوماندان وژلى دى.
ولسوال دغه راز وويل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د خان تپې په سيمه کې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړ او په ځوابي ډزو کې درې وسلوال ووژل شول.
د ده په خبره، په دې پېښه کې يو ټپي شوى طالب نيول شوى او پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق پژواک اژانس ته د يادو پېښو پخلى وکړ، خو نور يې په دې اړه څه ونه ويل.
د خان تپې يو اوسېدونکي هدايت الله وايي، چې تېره شپه شاوخوا ١٠ بجې د پوليسو پر امنيتي پوسته طالبانو د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.
د هغه په وينا، سهار مهال يې وليدل، چې درې وسلوال طالبان وژل شوي او پوليسو ته په کې زيان نه و اوښتى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د لوګر د نورو سيمو په پرتله وسلوال طالبان ډېر فعال دي او ډېرى وخت ترې د نښتو او مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن