ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول او ١٢ ټپيان دي

د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول او ١٢ ټپيان دي

author avatar
6 Nov 2012 - 12:40
د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول او ١٢ ټپيان دي
author avatar
6 Nov 2012 - 12:40

کابل ( پژواک ١٦ لړم ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت  د  هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ١٥ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د ياد وزارت لخوا د لړم په ١٦ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې يادو سرتېرو ته مرګ ژوبله په هلمند، کاپيسا، غزني، فراه، زابل او کندهار ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو او د ماين په چاودنو کې اوښتې ده.

سرچينې زياته کړه ،چې په دې پېښو کې درې سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي ،چې ټپي سرتېري بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسلوالو مخالفينو هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

وروسته له هغه ، چې د هېواد د ٧٠ سلنه خاورې دامنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو اوو مياشتو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو شاوخوا ٦٥٠ سرتېري وژل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.