Language

په اروزکان کې يوه وسلواله ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه

ترينکوت (پژواک،١٩لړم ٩١):داروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې اتلس  وسلوال طالبان له خپلو وسلو سره  د سولې له بهير سره يو ځای شول .

 د اروزګان ولايت مقام له مطبوعاتى دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کى ويل شوي،چې يادو يوځای شويو کسانو خپلې وسلې د دولت سيمه ييزو چارواکيو ته وسپارلې.

 سرچينې ويلي،چې د ملاعبيدالله په مشرۍ دغې اتلس کسيزې ډلې د اروزګان ولايت په بېلابېلو سيمو او دغه راز د هلمند او کندهار ولايتونو په يو شمير سيمو کې وسلوال فعاليتونه ترسره کول .

  د يادې وسلوالې ډلې قوماندان ملاعبيدالله په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې دوی به د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره خپل ورځني ژوند ته له خپلو بچيانو سره يو ځای  دوام ورکوي او د خپل هېواد په بيا ودانولو کې به له خپلو وروڼوسره پوره مرسته کوي.

  نوموړي زياته کړه، چې د دوی په سيمه کې دې د بيارغونې پروژې ، روغتيايي خدمتونه او د پوهنې بهير  روان کړل شي.

 داروزګان ولايت مرستيال الحاج خدای رحيم خان هم د سولې له بهير سره ددې کسانو په يو ځای کېدو خوښي څرګنده او له دوی څخه يې وغوښتل ،ترڅو په ارامه توګه په خپلو سيموکې  ژوند وکړي .

 مرستيال والي په نورو وسلوالو مخالفينو هم غږ وکړ،چې له وسلوال مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې له بهيرسره يو ځای شي.

نوموړي زياته کړه ، چې د هېواد داوسنيو ستونزو د حل لاره يواځې او يواځې د سولې، پخلاينې او يو والي لاره ده .