ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د (پښتو او يوويشتمه پېړۍ) تر سرليک لاندې څېړنغونډه جوړه شوه

author avatar
10 Nov 2012 - 13:04
author avatar
10 Nov 2012 - 13:04

کابل ښار (پژواک ٢٠ لړم ٩١): په کابل ښار کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له خوا د (پښتو او يوويشتمه پېړۍ) تر سرليک لاندې په څېړنغونډه کې بېلابېلې مقالې، کارغونډې او پلانونه طرحه شول.

دغه څېړنغونډه تېر ماښام په کابل ښار کې د کابل نندارې هوټل په تالار کې ترسره شوه، چې له مرکز کابل او ولايتونو څخه په کې شاوخوا ٣٥٠ ليکوالانو، فرهنګيانو او د بېلابېلو ټولنو غړو برخه اخيستې وه.

په ياده غونډه کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې، مېرمن کلتوري ټولنيز بهير، د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز تر کاري ګزارشونو وروسته د پښتو ژبې پر اوسني وضعيت او په يوويشتمه پېړۍ کې د پښتو پر وړاندې پر شته ننګونو او فرصوتونو باندې خبرې وشوې.

وروسته په ياد سيمينار کې د پښتو او نوې ټکنالوجي، پښتو او ساينسي علوم، پښتو او زده کړه او د پښتو اسانه کول او معياري کول، تر سرليکونو لاندې پرېزينټېشنونه وړاندې شول.

د دې غونډې يوه سمبالوونکي او د افغان کلتوري ټولنو جرګې غړي سيد اکبرجان پولاد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى موخه په يوويشتمه پېړۍ کې له پرمختللې ټېکنالوجۍ او ساينسي علومو سره سم د پښتو ژبې ودې ته کار کول دي.

د هغه په وينا، دغه راز پر خپلو کارونو له سره غور کول او د مرکز او ولايتونو د کلتوري ټولنو ترمنځ د همغږۍ لپاره کار او له سره د کمېټو او فعاليتونو د ساحو معلومول دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د خپلو هلو ځلو په پايله کې وکړاى شو، چې د فرهنګيانو او سياست ترمنځ کرښه څرګنده کړي او د پيداګوژۍ علم له مخې، خلکو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې د اړتيا په برخه کې عامه پوهاوى وکړي.

د پولاد په خبره، پخوا په کابل کې يواځې دوه ښوونځي په پښتو ژبه وو، خو د دوى په هڅو دا مهال ١٤ ښوونځي دي او په ١٢٢ ښوونځيو کې د پښتو ځانګړي ښوونځي شته دي.

د يادې څېړنغونډې يو ګډونوال او خبريال ضياالله پژواک اژانس ته وويل، چې ده له دې غونډې الهام واخيست، چې بايد هر ماشوم ته د هغه په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره شي.

د هغه په وينا، د کلتوري ټولنو جرګې د همغږۍ شبکه په وروستيو کې يو څه کمزورې شوې وه او په ولايتونو کې يې له کلتوري ټولنو سره لازمه همغږي نه درلوده، چې له دې غونډه وروسته به دا ستونزه هم هواره شي.

د يادونې ده، چې د دغې څېړنغونډې په پای کې مشاعره وشوه او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه راغلو شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.