Language

(پژواک ٢٠ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې ناڅرګندو وسلوالو يو پوليس افسر د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې وواژه.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوتک د لړم په ٢٠ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا ٤:٣٠ بجې د لښکرګاه ښار په امان چوک کې يو پوليس افسر د ناڅرګندو وسلوالو له خوا ووژل شو.

د هغه په وينا، دغه افسر ملا جان محمد نوميده او د دغه ولايت په واشېر ولسوالۍ کې د يوې پوستې قوماندان و.

نوموړي زياته کړه، چې وسلوال کسان پر موټر سايکلونو سپاره وو او طالبان نه وو، خو ښايي وژل شوي افسر به له چاسره شخصي دښمني درلوده.

د هوتک په خبره، د پېښې په اړه د پوليسو له خوا پلټنې روانې دي، خو په تړاو يې تراوسه څوک نه دي نيولي.

د پېښې يو عيني شاهد دورمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې ياد افسر د يو دوکان مخې ته ناست و، چې دوه پر موټرسايکل سپاره وسلوال راغلل او ډزې يې پرې وکړې.

د هغه په وينا، وسلوالو يواځې درې ډزونه وکړل او افسر ځاى پر ځاى ووژل شو.

د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې په لښکرګاه ښار کې تراوسه دغه ډول پېښه نه وه رامنځ ته شوې، خو د غزني او لوګر ولايتونو په مرکزونو کې ورته پېښې ډېرې ترسره شوې دي.

Related Topics