کندوز (پژواک ٢٠ لړم ٩١): ځيني خلک د تخار پوهنتون پر ٨٤٠ جريبه ځمکه د ملکيت ادعا کوى؛ خو د تخار پوهنتون چارواکې دا ځمکه د محکمي د پرېکړې له مخي د پوهنتون ځمکه ګڼي.
د تخار پوهنتون، د تخار د مرکز تالقانو په اورته بز سيمه کي پروت دى چې د دولت له خوا ورته ١٨٤٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د دغه پوهنتون د ودانۍ چارې په ١٣٨٤ کال کي د لوړو زده کړو وزارت د ١٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شو او تر اوسه د ډېرو پوهنځيو د ودانۍ کار بشپړ شوى او ګټه اخيستنې ته سپارل شوې دي.
دغه پوهنتون د زراعت، انجينري، شرعياتو، د ښوني او روزني، ادبيات، اقتصاد او حقوق پوهنځي لري چي د نجونو په ګډون ٢٨٠٠ محصلين په کي زده کړې کوي.
په داسې حال کې چې د پوهنتون د څلور دېوالونو کار له يوې مياشتې را په دېخوا پيل شوى و؛ خو نن يو شمېر خلک د پوهنتون دروازې مخې ته را غونډ شوي وو او ادعا کوله چي ٨٤٠ جريبه ځمکه دوي پوري اړه لري چي پوهنتون يي د غصبولو په هڅه کي دي.
د يوه ساختماني شرکت مشر انجنير عبدالطيف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ٨٤٠ جريبه ځمکي شرعي قباله لري.
هغه ادعا وکړه، چي شپېته کاله مخکي دا ځمکه د ده د نيکه په نوم، چي د ٤٢ کورنو وکيل و، قباله شوې وه؛ خو دولت له لسو کلونو را په دېخوا په هڅه کې دى دا ځمکه پوهنتون ته ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چي نن له شاوخوا سل تنه د پوهنتون د دروازې مخې ته را ټول شوي وو او د ځمکي د بېرته ګرځولو غوښتنه يې کوله.
د هغه په وينا، د تخارد مخکني والي عبدالجبار تقوا په وخت کې د چارو د ادارې يو پلاوي تخار ته راغى او خپلې څېړنې يي وکړې؛ خو هېڅ پايله يې معلومه نه شوه؛ هغوى دوى غواړ پر يادې ځمکې ښارګوټى جوړ کړي، پوهنتون غواړي دغه ځمکه چاردېوالي کړي او د پوهنتون ملکيت يې کړي.
انجنير لطيف وويل: “موږ له دولت څخه غواړو زموږ اسناد وګوري، که زموږ اسناد قانوني نه وو، خو هېڅ؛ غير له هغه موږ د خپلې ځمکې غوښتونکي يو.”
د تخار د ادبياتو پوهنځي يو محصل عبدالغيور وايي، له دوو کلونو را په دېخوا د پوهنتون له چارواکو سره د يو شمېر ځايي خلکو دعوه روانه ده، چې د دوى په درسونو کې د خنډ لامل شوې.
دغه محصل له چارواکو غواړي چې دا موضوع له قانوني لارو ژر تر ژره حل کړي.
د تخار پوهنتون رييس محبوب الله حامد وايي، د تخار پوهنتون د دې ځمکې دوه قبالې لري چي محکمې ورته ورکړې؛ څوک چي د ملکيت دعوه کوي بايد محکمې ته مراجعه وکړي؛ نه دا چې پوهنتون ته ستونزه را منځته کړي.
هغه پژواک ته وويل: “موږ د دې ستونزې د حل لپاره يو کمېسيون جوړ کړى و، د هغو کسانو اسناد چي د ملکيت ادعا کوي وڅېړل شول او محکمي د اسنادو په استناد سره پرېکړه وکړه چي ځمکه د پوهنتون ده او دغه ملکيت د برهان الدين رباني په حکومت کي پوهنتون ته ورکړل شوى و.”
حامد زياته کړه: ((د دې پر ځاى چې د استادانو پر علمي برخه فکر وکړو تل له دوى سره په شخړه کې يو؛ د پوهنتون په ځمکه کې د خلکو عامه کټې دي، نه شخصي کټې.
هغه وويل، له يوې مياشتې را په دېخوا د پوهنتون د چاردېوالي کار پيل شوى، خو نن يوه شمېر کسان د پوهنتون دروازې ته راغونډ شوي وو او د دې ځمکې د موضوع د يوطرفه کولو غوښتنه يې کوله.
د پوهنتون رييس څرګنده کړه: “مقابل لورى که هر مشکل لري بايد د محکمې او نورو عدلي او قضايي بنسټونو له لارې يې حل کړي.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP