هرات (پژواک ٢٢ لړم ٩١): زرګونو خلکو نن په هرات کې د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان د وسلو د وېش د څرګندونو پر ضد غونډه وکړه او د هغه دغه کار يې واک ته د رسېدو لپاره وباله.
نن (د لړم ٢٢مه) له غرمې مخکې، د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې د مدني ټولنې فعالانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو د اسماعيل خان د څرګندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د اوبو او برېښنا وزير او پخوانى جهادي قوماندان اسماعيل خان تېره اوونۍ په هرات کې د مجاهدينو په يوې غونډه کې وويل، چې د هېواد د دفاع په موخه د مجاهدينو شورا جوړوي او په دې اړه يې له ولسمشر او يو شمېر جهادي مشرانو سره خبرې هم کړې دي.
خو د اصلاح او ملي انسجام د شبکې يوه غړي لعل محمد عمرزي، چې نننۍ غونډه يې رهبري کوله، د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وويل: ((اسماعيل خلکو ته د وسلو د وېشلو نيت لري او غواړي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته د اوضاع کنټرول په خپل لاس کې واخلي.))
هغه زياته کړه، چې افغانستان غښتلې اردو او پوليس لري او هېڅوک په هېڅ ډول دا حق نه لري، چې پر پوځي خوځښتونو لاس پورې کړي او امنيت ګډوډ کړي.
د مدني ټولنې يو فعال محمدحسن مجروح هم وويل، چې دغه ډول اشخاص د خلکو په منځ کې بده مخينه لري، دوى د ملت په فکر کې نه دي او غواړي چې د وسلو په وېش سره واک ته ورسيږي.
دغه راز د افغانستان د حزب الله رييس محمدعلي قول دروازه يي په دې غونډه کې له دولته وغوښتل، چې د يو موټي افغانستان لپاره بايد خلکو ته ذهنيت ورکړي، چې ډلې ډلبازۍ او ټوپک سالاري د ملي يووالي په ګټه نه دي.
هغه چې يو لاس يې د جهاد په وخت کې پرې شوى او پر (ملاى يکدست) مشهور دى، ګواښ وکړ، چې دولت بايد د دغه ډول وسله ييزو خوځښتونو مخنيوى وکړي.
دا په داسې حال کې وه، چې د ملا معروف په نوم د هرات د جهادي شورا يو غړى له څو تنو پلويانو سره د مولانا بلخي تالار له دروازې سره له خپل موټر ښکته شو او خلکو ته يې ذهنيت ورکاوه، چې په غونډه کې دې ګډون نه کوي.
هغوى ويل، چې خلک بايد تالار ته دننه نه شي او د وينا کوونکو پر خبرو باور ونه کړي.
ملا معروف خبريالانو ته وويل، چې دغه غونډه د دولت له خوا خلکو ته د ډوډۍ ورکولو په موخه جوړه شوې ده.