Language

عطا محمد نور په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ځان کانديدېدو ته اشاره وکړه

مزارشريف (پژواک ٢٢ لړم ٩١): د بلخ والي عطا محمد نور په راتلونكو ولسمشريز ټاكنو كې په مشروط ډول د ځان د كاندېدو خبر وركړ.

نوموړي، چې د لړم په ۲۲مه يې په مزارشريف كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي له مرستيال جيمز وارليك سره په ګډه خبري ناسته كې خبرې كولې، وويل: ((زما كاندېدل حتمي نه دي؛ خو داسې هم نه ده، چې كانديد دې نه شم.))

 

د هغه په وينا، كه چېرې يې د افغانانو باور ترلاسه كړى وي او په ځان كې د ملي يووالي لپاره د كار كولو وړتيا ويني؛ نو امكان شته چې د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې ځان كانديد كړي.

 

د بلخ والي عطا محمد نور، چې د اسلامي جمعيت ګوند له مهمو غړو څخه شمېرل كېږي او په تېرو ټاكنو كې يې د عبدالله عبدالله ملاتړ كړى و، وويل، چې كه چېرې دى درك كړي، چې ده ته اړتيا ده؛ نو د ولس د خدمت په موخه به كانديد شي.

 

نوموړي د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو پر وړاندې دوه مهم ګواښونه او د يوه احتمالي ګواښ يادونه وكړه.

 

د هغه په وينا، په هېواد كې روانه نسبي نا امني او پر ټاكنيزو چارو د ولس بې اعتمادي هغه ستونزې دي، چې كه لرې نه شي؛ نو ټاكنې له ستونزو سره مخ كولى شي.

 

د بلخ والي همداراز وويل، چې كه خداى مكړه، حالات بحراني شي؛ نو بيا هم د رڼو ټاكنو ترسره كېدل ستونزمنه مسئله ده.

 

نوموړي زياته كړه، دى هيله لري، چې ټولې خواوې به په امنيتي فضا كې د رڼو او عادلانه ټاكنو لپاره هڅې وكړي.

 

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي مرستيال جيمز وارليك هم د عادلانه او رڼو ټاكنو هيله مندي وښوده.

 

نوموړي زياته كړه، چې د افغانستان راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې پر افغان دولت او افغان ولس پورې اړه لري، چې څرنګه يې ترسره كړي.

 

د بلخ والي د امريكا له ځانګړي استازي سره د ناستې په اړه وويل، چې دوى له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان پر حالاتو، پر راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو، په بلخ او شمال كې پر بنسټيزو پراختيايي پروژو او د مزارشريف په اقتصادي حالت باندې خبرې وكړې.

 

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه يو ځاى ترسره شي.

 

له دې مخکې هم يو شمېر کسانو چې په کې وکيلان هم شامل دي، د کانديدو اعلانونه کړي دي.