اسعداباد (پژواک ٢٢ لړم ٩١): د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې يو ځانمرګى بريد کوونکى نن سهار د پوليسو له خوا ووژل شو.
دغه پېښه نن (د لړم ٢٢مه) سهار شاوخوا اته بجې په اسعداباد ښار کې د جلال اباد اډې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
ياد ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر مدير سمونوال عبدالمتين بريد وکړي.
سمونوال متين د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى له خپل کور څخه دندې ته په لاره و، چې د ځانمرګي له خوا پرې ډزې وشوې.
دى وايي، بريدکوونکى لومړۍ د واسکټ الوځولو په هڅه کې شو، خو کله يې چې ريموټ کار ونه کړ، نو ډزې يې پيل کړې.
متين، چې د يوه لاس په برخه کې په مرمۍ ټپي شوى و، زياته کړه، چې د ده يوه ساتونکي پر ځانمرګي بريد کوونکي ډزې وکړې او هغه يې وواژه، خو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ يې ونه چاودېد.
د مسيح الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې بريد کوونکى سړک ته نږدې په پټيو کې ناست و.
هغه زياته کړه: ((کله چې سمونوال عبدالمتين د سړک غاړې ته د خپل موټر پر خوا روان شو نو بريد کوونکي له پټيو سړک ته ورغى او هڅه يې کوله، چې چاودنه وکړي، خو چې چاودنه ونه شوه، نو ډزې يې وکړې.))
دى وايي، چې نوموړى وروسته په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم په کونړ ولايت کې يو شمېر ځانمرګيان موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.