کابل(پژواک٢٥لړم٩١): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي،چې تر اوسه د دې جرګې څه د پاسه٤٠ غړو د اوبو او برېښنا وزير د استيضاح لپاره لاسليکونه کړي دي.
د اساسي قانون د ٩٢ مادې له مخې، ولسى جرګه د خپلو غړو د شل سلنه ( پنځوسو تنو) په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي.
ددې مادې له مخې، كه وړاندې شوې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د عدم اعتماد د رايې موضوع څېړي.
د همدې مادې له مخې ، له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي او دغه رايه د ولسى جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي.
په ولسي جرګه کې د خوست استازي ميربت خان منګل نن پژواک خبري اژنس ته وويل،چې ددې جرګې يو شمېر غړيو د اوبو او برېښنا د وزير محمداسماعيل خان د استيضاح هوډ ، په هرات کې د هغه د څرګندونو له امله کړى دى .
څو ورځې وړاندې اسماعيل خان په هرات کې د “مجاهدينو يوې غونډې” ته د وينا پرمهال وويل ،چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدينو له همکارۍ پرته په هېواد کې امنيت نشي راتلاى.
دغه راز ده ويلي و، چې د مجاهدينو د يوې لويې شورا پر جوړولو کار کوي او په دې برخه کې يې له ولسمشر او ځينو پخوانيو جهادي مشرانو سره خبرې کړې دي.
دغه راز ځينې داسې راپورونه هم و ، چې اسماعيل خان په هرات کې وسلې وېشلې دي.
خو د ولسي جرګې غړى ميربت خان منګل وايي، د اسماعيل خان له يادو څرګندنو داسې ښکاري، چې د کوم بل هېواد په ملاتړ غواړي ، د خپلو شخصي ګټو لپاره تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي .
د منګل په وينا ،د اوبو او برېښنا وزارت په روان کال کې ډېره لږ پراختيايي بوديجه لګولې ، چې دا کار د اسماعيل ان د استيضاح بل لامل کېداى شي .
هغه زياته کړه : ” د اسماعيل خان د استيضاح لپاره يواځې زموږ له پارلماني ګروپ څخه ، چې ملي پارلماني ګروپ دى ٢٤تنو لاسليکونه کړي دي .”
دى وايي ،چې تر تېرې ورځې په ټوليز ډول د ولسي جرګې څه د پاسه ٤٠ تنو د اسماعيل خان د استيضاح غوښتن پاڼه لاسليک کړې وه.
دده په اند، کېداى شي د شنبې تر ورځې د يادو کسانو شمېر پنځوسو ته ورسيږي او لاسليک شوې پاڼه د ولسي جرګې اداري پلاوي ته وسپارل شي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ارين يون هم وايي، چې د اسماعيل خان د استيضاح غوښتن پاڼه څه د پاسه ٤٠ تنو لاسليک کړې ده.
ددې په وينا، اسماعيل خان ځکه استيضاح ته غوښتل کيږي، چې ” د افغانستان د ګډوډۍ او د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره هڅې کوي .”
په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازې هيلې ارشاد ياده پاڼه نه ده لاسليک کړې ، خو هغه هم وايي ، چې يو شمېر کسانو د اسماعيل خان د استيضاح لپاره لاسليکونه کړي دي.
هڅه مو وکړه ، چې په دې اړه له اسماعيل خان او يا د اوبو او برېښنا وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړو ، خو اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه .
خو اسماعيل خان د لړم په شلمه په يوه خبري ناسته کې ، په هرات کې د مجاهدينو شورا له خوا د وسلو وېشل رد کړل او ويې ويل ، چې خبرې يې ناسمې تعبير شوې دي.
ده د وسلو د وېش ياده موضوع د مجاهدينو پر وړاندې توطئه وبلله او ويې ويل، چې يو ميل وسله هم چاته نه ده ورکړل شوې .
په هرات کې دغه پخواني جهادي قوماندان وويل، چې د هرات په ناسته کې يې له مجاهدينو وغوښتل، تر څو په ٢٠١٤ کال کې د د دولت د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو د احتمالي ضعف د تشې ډکولو ته تيار شي او پرې نږدي، چې اوسنى نظام نسکور شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن