Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار پوهنتون سړک جوړ شو

کندوز (پژواک ٢٩ لړم ٩١): د المان په مرسته د تخار پوهنتون ته غځېدلي سړک له جوړېدو سره لسګونه زره کسان له مواصلاتي اسانتياوو څخه برخمن شول.

 دا سړک څلور کيلومتره اوږدوالى او ٧ کيلومتره سور لري، چې د تالقانو ښار له ګولايي څخه پيل او د تخار تر پوهنتونه غځېدلى دى.

 د تخار د فوايد عامې رياست امر انجنير عبدالروف عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې سړک د جوړولو او قيرولو کار تېر کال د المان په دوو ميليونو ډالرو مرستې پيل شو، چې اوس بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 هغه زياته کړه چې نه يواځې د ارجال، دوراهي، تخته کپرک سيمو خلک، بلکې د بهارک ولسوالۍ خلک هم له دې مواصلاتي اسانتياوو څخه برخمن شول.

 عبيدي زياته کړه، چې دا سړک مخکې په ډېر خراب حالت کې و او د سيمې اوسېدونکي او محصلين يې له ډېرو ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس ٣٠زره کسان يې له ګټو برخمن شول. په سيمه کې څلور پولګوټي هم جوړ شوي دي.

 د تخار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصل سيف الرحمن وويل: ” درې کاله کيږي چې په دې پوهنتون کې زده کړې کوم، په اوړي کې له دوړو او په ژمي کې له خټو څخه په ډېر مشکل سره پوهنتون ته تلو.”

 هغه زياته کړه، مخکې به موږ دغه څلور کيلومتره لاره له شلو تر ٢٥ دقيقو په ٢٥ يا ٣٠ افغانيو پورې وهله؛ خو اوس دا واټن د پنځو افغانيو په بدل کې په لسو دقيقو کې وهو.

 د تخار پوهنتون کې د شرعياتو، انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ادبياتو، اقتصاد او حقوقو پوهنځي شته، چې د نجونو په ګډون ٢٨٠٠ محصلين په کې زده کړه کوي.

 د تخار والي احمد فيصل بېګزاد، د دې سړک د پرانيستې په مراسمو کې د المان له مرستو څخه ستاينه وکړه او له دې هېواد څخه يې وغوښتل، چې په پراختيايي او بياجوړونې برخو کې هم مرستې وکړي.

  د المان د سفير مرستيال اوليور چارلي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، په تخار، بلخ، بغلان، کندوز او بدخشان ولايتونو کې د پراختيايي، د ظرفيتونو لوړولو او د سيمه ييزو زېربنايي چارو په برخو کې د خپلو مرستو يادونه وکړه او ويې ويل، چې هېواد به يې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته هم يوه بله لسيزه له افغانستان سره مرسته وکړي.

 د تخار د فوايد عامې امر وويل، د تخار پوهنتون د انجنيرۍ ودانۍ، د حقوقو او شرعياتو، محکمې، د ولايت مقام سالون ودانۍ، د لسګونو ښوونځيو او کلينيکونو ودانۍ له هغو پروژو څخه دي، چې د المان په مرسته بشپړې او ګټې اخيستنې سپارل شوې دي.

 د هغه په وينا، له ٧٠ کيلومترو څخه ډېر د سړک د جغل اچونې او قيرولو کار هم بشپړ يا يې چارې روانې دي، چې خلکو ته يې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.

 المان د ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې له ٤زرو څخه ډېر سرتېري لري، چې ډېر شمېر يې په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې فعاليت کوي.

 دې هېواد له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې له  ٥٠ څخه زيات سرتېري په بېلابېلو پېښو کې په افغانستان کې  له لاسه ورکړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.