Language

د پاکستان او انګلستان د پوځ مشران کابل ته راغلل

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩١):  د پاکستان او انګلستان د پوځ مشران  جنرال اشفاق پروېز کياني او سرډېوېډ ريچارډ کابل ته راغلي دي.

دا څرګندونې د ملي دفاع وزارت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي،  پژواک خبري اژانس ته وکړې.

سرچينې د دغه سفر د موخې په اړه څه ونه ويل.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم نن په يوه خبري ناسته کې په دې اړه يواځې دومره وويل، چې د يادو هېوادونو دغه چارواکي به د افغانستان د ملي دفاع وزارت له چارواکو سره ناسته ولري.