کابل ښار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د چارو د ادارې لوى رياست وايي، چې نن په کابل کې شپږ تنه نور هم د وسلوالو غلاوو او ترهګريزو بريدونو په جرم اعدام شول.
دغه شپږ کسان په داسې حال کې اعداميږي، چې ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ د ١٦ تنو د اعدام حکم لاسليک کړ او پرون د څرخي پله په زندان کې له دې ډلې ٨ يې اعدام شول.
د چارو د ادارې لوى رياست او د وزيرانو شورا له خوا د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اعدام شوو کسانو جرمونه ترهګريزې کړنې او د ځانمرګي بريدونو پلانول او لارښوونه وه.
د سرچينې په وينا، تازه اعدام شوو کسانو په کابل، فارياب او غزني ولايتونو کې په ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې اعدام شوي کسان هر يو، د فارياب ولايت اوسېدونکى ملا رمضان، چې د يوه جامع جومات خطيب او سرښوونکى يې وژلى و؛ د غزني ولايت اوسېدونکي عبدالعلي او محمدعارف، چې د يوناما دوه کارکوونکي يې وژلي وو.
دغه راز محمد حيدر، متوکل او عزيز احمد هغه کسان وو، چې تېر کال يې د کابل د نوي ښار په انصاري څلورلارې او ګلفروشۍ کوڅه کې ځانمرګى بريد ترسره او له امله يې پنځه بېګناه وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان وو.
د افغان حکومت له خوا د دغو اعدامونو پر وړاندې په پراخه کچه غبرګونونه هم وښودل شول.
په کابل کې د بشري حقونو د څار سازمان له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د اعدامونو لړۍ دې ودروي.
د بشري حقونو د څار سازمان ويلي، د افغانستان د قضايي سيسټم کمزورتيا او په محکمو کې ترسره کېدونکې تېروتنې، چې له نړيوال معياري قضايي سيسټم سره برابر هم نه دى، دوى اندېښمن کړي دي.
دغه راز وسلوالو طالبانو له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نړيوال سره صليب ادارې څخه وغوښتل، چې پر افغان حکومت فشار واچوي، څو د طالب بنديانو د اعدامولو لړۍ ودروي.
د ذبيح الله مجاهد له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد طالب بنديان جنايي نه، بلکې جنګي اسيران دي او د جنګي اسيرانو اعدامول د ټولو بشرپالو قوانينو خلاف عمل دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن