مزارشريف (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د بلخ ولايت ځيني كروندګر وايي، د پنبې په تېرو دوو فصلونو کې يې تاوان کړى او راتلونکى فصل به يې له کرلو ډډه وکړي.
دوى وايي، چې د بازار نه موندنې له امله د پنبې بيه دومره لوېدلې، چې پر کښت يې لګېدلې پيسې بېرته نه شي ترلاسه کولاى.
د دغه ولايت د كرنې رياست مسوولين هم وايي، چې له تېرو دوو كلونو يې دولت پنبې ته په بازارموندنه کې پاتې راغلى او له همدې امله کروندګرو خپله پنبه په کورونو کې ساتلې ده.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ د جركلا كلي اوسېدونكى عبدالقيوم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ماركېټ د نه موندلو له امله ورته ۱۶۰۰ منه پنبه په کور کې پرته ده.
نوموړي زياته كړه، چې دغه پنبه يې له تېرو دوو كلونو په دې هيله ساتلې، چې ښايي بيه به يې لوړه شي.
خو هغه وايي، چې له تېرو دوو كلونو د پنبې بيه ورځ تر بلې ټيټيږي، چې اوس مهال د ۳۲ منه پنبې بيه ۶ زره افغانۍ ده.
نوموړي زياته کړه: ((كه چېرې دولت مو د پنبې د ماركېټ پيدا كولو په اړه همداسې غلى پاتې شي؛ نو يقين نه كوم چې په راتلونكي كال كې دې كوم كروندګر په خپل پټي كې د پختې تخم وشيندي.))
يو شمېر كروندګر وايي، د پنبې بيه دومره لوېدلې، چې پر کرلو يې لګېدلې پيسې هم ترې لاس ته نه راځي.
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د بابا يوسف كلي اوسېدونكي محمدحسين پژواك اژانس ته وويل، چې په تېر فصل كې يې په ۶ جريبه ځمكه كې پنبه كرلې وه، چې ټوله يې په كور كې پرته ده.
نوموړي زياته كړه، چې يو جريب له ۳۲ تر ۶۰ منو پورې پنبه حاصل ورکوي او نږدې ۵ زره افغانۍ لګښت ورباندې راځي.
محمدحسين وويل: ((د پنبې لپاره يو جريب ځمكه په دوه زره افغانۍ قولبه كوو، د پولو پر جوړېدو يې ۵۰۰ افغانۍ لګوو، په ۱۵۰۰ افغانۍ ورته يو ۵۰ كيلويي بورۍ كيمياوي كود اخلو او ۱۰۰۰ افغانۍ يې پر ټولولو مصرفېږي او همداسې واړه واړه مصرفونه نور هم لري.))
نوموړي زياته كړه، چې په يو جريب يې څه باندې ۵زره افغانۍ لګښت راځي، دغه اندازه ځمکه لږ ترلږه ۳۲ منه پنبه كوي، چې ٦زره افغانۍ يې بيه ده.
د هغه په وينا، په دغه حساب اوسمهال په بلخ ولايت كې د پنبې كرل د دې پر ځاى چې كروندګر ته ګټه وكړي؛ په ټوله معنا زيان كوي.
نوموړى وايي، تصميم يې نيولى، چې كه د پنبې د خرڅلاو حالت همداسې وي؛ نو په راتلونكي كال كې به يې ونه كري.
د پنبې يو شمېر سوداګر هم وايي، چې له تېرو دوو كلونو ورسره د بازار د غورځېدو له امله په زرګونو ټنه پنبه پرته ده.
مدير سيدعالم چې له كلونو كلونو په بلخ كې له كروندګرو څخه پنبه پېري، پژواك اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو كلونو ورسره ۳زره ۸۴۰ منه پنبه همداسې پرته ده.
نوموړي زياته كړه، چې دغه پنبه يې دوه كاله وړاندې ۳۲ منه په څه باندې ۱۰ زره افغانۍ پېرلي وه، چې اوس يې د بيې د غورځېدو له امله نه شي پلورلى.
سيدعالم وويل، دى په دې تمه و، چې د پنبې بيه به ورځ تر بلې لوړيږي او دى به د خپلې سوداګرۍ په حساب يو څه ګټه وكړي؛ خو داسې ونه شول.
د بلخ ولايت د كرنې رياست مسوولين هم له دولت څخه د بلخ پنبې ته د ماركېټ د نه پيدا كېدو له امله ګيله كوي.
د كرنې او مالدارۍ رييس كاتب شمس پژواك اژانس ته وويل، چې په پخوا وختونو كې په هېواد كې د نساجۍ سترې فابريكې وې، چې پنبه به د همدغو فابريكو لپاره كرل كېده.
نوموړي زياته كړه، هماغه مهال په بلخ ولايت كې د پنبې كلني حاصلات ۶۰زره ټنو ته رسېدل؛ خو اوسمهال ۱۴زره ټنو ته راښكته شوي دي.
د هغه په وينا، اوس د بلخ دغه ۱۴زره ټنه پنبې ته هم ماركېټ نه شي پيدا كولى.
نوموړي زياته كړه، چې له تېرو څو كلونو د ګلبهار، پلخمري او مزار د نساجي فابريكې له فعاليت څخه لوېدلې، چې له همدې امله يې د بلخ د پنبې پر ماركېټ منفي اغېز كړى دى.
د هغه په وينا، دوه كاله مخكې ځكه د ۳۲ منه پنبې بيه تر ۱۲زره افغانۍ پورې ورسېده، چې يوې بهرنۍ كمپنې د افغانستان پنبه پېرله.
شمس وويل، كله چې د يادې كمپنۍ اړتيا پوره شوه، نو په هېواد كې د پنبې د كارېدو كومه بله سرچينه نه وه؛ نو ځكه يې بيه بېرته ولوېده.
نوموړي په هېواد كې د پنبې د ماركېټ د ښه كېدو يواځېنۍ لاره په هېواد كې د يادو نساجي فابريكو بېرته فعالېدل په ګوته كړل.
د هغه په وينا، له دوى سره هم وېره ده، كه چېرې د كروندګرو شته پنبې ته ښه ماركېټ پيدا نه شي؛ نو ګومان نه كوي، چې په راتلونكي كال كې دې كوم كروندګر بيا پنبه وكري.