ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې شورا په هڅو د هلمند اړوند ٢٠ بنديان خوشې شول

author avatar
21 Nov 2012 - 17:58
author avatar
21 Nov 2012 - 17:58

لښکرګاه (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د سولې د عالي شورا په هڅو د هلمند اړوند٢٠ بنديان د بګرام له زندانه خوشې شول.

د هلمند ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتره د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد شمېر بنديان نن، سنګين ولسوالۍ ته د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني او ورسره پلاوي او د هلمند د والي الحاج محمدنعيم د سفر پر مهال خوشې شول.

د هلمند والي الحاج محمدنعيم په دې اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال د سنګين ولسوالۍ له خلكو وغوښتل، چې د سولې د پروسې په پياوړي كولوكې دې رغنده رول ولوبوي.

د هغه په وينا، په دې برخه کې به د خلکو همکاري لامل شي څو له سنګين څخه تر كجكي ولسوالۍ پورې د غځېدلې لارې جوړېدو او دغه راز د كجكي د برېښنا فابريكې بيارغېدوته لاره هواره شي.

نوموړي د سنګين خلکو ته ډاډ وركړ، چې په نږدې راتلونكې كې به په دې ولسوالۍ كې په بېلابېلو برخو كې يو شمېر پروژې پلې او له امله به يې تر ډېره بريده د سنګين د اوسېدونكو ستونزې راكمې شي.

په غونډه کې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني وويل، چې هلمند او په ځانګړي ډول سنګين ولسوالۍ ته يې د سولې پيغام راوړى او په دې اړه يې د خپلو هڅو په ترڅ کې د هلمند ٢٠ تنه بنديان هم راخوشي کړي دي.

هغه يو ځل بيا پر وسلوالو مخالفينو غږ وكړ، چې د سولې له پروسې سره دې يوځاى شي او نور دې له جګړې لاس واخلي.

نوموړي زياته کړې، اړينه ده، چې په ګډه د هېواد د پرمختګ او بيارغونې لپاره مټې رابډ وهل شي.

وروسته د غونډې د ويناوو په ترڅ کې د سنګين د ټولنيزې شورا غړو په ډاګه كړه، چې د سولې د ټينګښت په برخه كې به خپلې هڅې نه سپموي او د پخوا په څېر به په دې برخه كې هلې ځلې كوي.

په دغه سفر كې د سولې د عالي شورا له رييس صلاح الدين رباني سره په افغانستان كې د امريكا سفير او د انګلستان د سفارت استازي هم ملتيا كوله.

د يادنې ده، چې د سولې د عالي شورا په هڅو تېره اونۍ ٩ مهم طالب بنديان د پاکستان له زندان څخه خوشي شول او تمه يې وښوده، چې پاکستان به پاتې نور طالب بنديان هم ډېر ژر خوشي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.