Language

ولسمشر کرزي د وینې بانک ته، وینه ورکړله

کابل ( پژواک ۳ لیندۍ ۹۱ ) : ولسمشر حامدکرزي، نن د وینې بانک ته  خپله دوه سوه پنځوس سي سي وینه ورکړله.

 

له ارګ څخه د لیندۍ په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې حامدکرزي د وینې د ورکولو پر مهال په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیره میرمن ثریا دلیل هم حاضره وه، هیله وکړه چې د ده دغه لږه اندازه وینه، وینې ته د اړوکسانو د ژوند د ژغورلو وسیله وګرځي .