ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي په میدان ښار کې ځانمرګى برید په کلکه وغانده

24 Nov 2012 - 12:07
24 Nov 2012 - 12:07

کابل ښار (پژواک ٤ ليندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزي د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې هغه ځانمرګى برید په کلکه وغانده، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د میدان وردګو ولایت د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، پرون سهار ۸:۲۰ دقیقې په یو مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي د دغه ولایت د احصایې ادارې ته څيرمه پر غځیدلې کوڅه کې وچول، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او یو شمير نور ټپیان شول ، چې په وژل شوو کې یوه ميرمن هم شامله ده.

حامدکرزي دغه ځانمرګى برید په کلکه وغانده او هغه یې د افغانستان د ملکي او بې ګناه وګړو پرخلاف د افغانستان  د دښمنانو لخوا د روان  ظلم لړۍ وبلله.

ولممشر د وژل شوو کورنیو ته د خپلې  ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version