Language

د کابل پوهنتون محصلینو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي ۸ ټپیان دي

کابل ( پژواک ۴ لړم ۹۱ ) : د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ د محرم الحرام د مراسمو د لمانځلو پر سر رامنځته شوې نښته کې یو شمیر محصلین ژوبل شوي دي.

نن په ټول هیواد کې د محرم الحرام د لسمې ورځې په مناسبت د عاشورا ورځ ولمانځل شوه، د دې مراسمو پر مهال په کابل پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ تر ناندریو وروسته نښته رامنځته شوې ده.

د کابل پوهنتون د لیلیې یوه محصل چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، دلیندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وویل ، نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د شیعه او سني محصلینو ترمنځ د عاشورا د مراسمو دلمانځلو پر مهال لفظي شخړه رامنځته شوه.

سرچینې زیاته کړه چې شیعه محصلینو غوښتل په یوه جومات کې د ماتم مراسم ترسره کړي، خو سني محصلینو یې مخه نیوله.

دغه محصل ددواړو لوریو محصلینو پر یوه بل د لرګیو کاڼو او نورو شیانو ګوزارونه وکړل چې له امله یې له دواړو لوریو څخه یو شمیر کسان مړه او ټپیان شول.

د کابل د ۱۰۱ اسمایی زون قوماندانۍ د جنایي جرمونو د تحقیقاتو رییس مل پاسوال محمد ظاهر دیادې پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل چې د محصلینو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او اوس په پوهنتون کې حالات سم شوي دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې تر ماښام وروسته هم په سیمه کې تاوتریخوالی شتون درلود او له نورو سیمو څخه هم یو شمیر کسان ددغو محصلینو د ملاتړ لپاره راغلي وو.

دغې سرچینې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت رییس او یو شمیر نور لوړ پوړي امنیتي چارواکي هم سیمې ته راغلي دي .

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړى، چې سر له سبا څخه د کابل ټول دولتي پوهنتونونه به د لسو ورځو لپاره رخصت وي.

دیادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې د پخواني جهادي قوماندان او ددفاع وزیر احمد شاه مسعود دتليین پر مهال د هغه د پلویانو او هزاره توکمو ترمنځ نښته کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.