ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ارزګان کې شاوخوا درې ټنه نشه يې توکي وسوځول شول

په ارزګان کې شاوخوا درې ټنه نشه يې توکي وسوځول شول

author avatar
24 Nov 2012 - 14:35
په ارزګان کې شاوخوا درې ټنه نشه يې توکي وسوځول شول
author avatar
24 Nov 2012 - 14:35

ترينکوټ (پژواک ٤ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د پوليسو له خوا په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي شاوخوا درې ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.

د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د لېندۍ په ٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد نشه يي توکي د ارزګان د امنيه قوماندانۍ له نشه يې توکو سره د مبارزې د پوليسو لخوا په بېلابېلو عملياتو کې ترلاسه شوي وو.

د هغه په وينا،نن (د لېندۍ ٤ مه) د ارزګان والي،امنيه قوماندان او يو شمېر نورو ادارو د رييسانو پر وړاندې  وسوځول شول.

نوموړي زياته کړه، چې دوى هڅې پيل کړي او د ارزګان ولايت قومي مشرانو هم ورسره ژمنه کړې، تر څو په خپلوکروندو کې د کوکنارو پرځاى غنم او نور روا محصولات وکري.

د همت په خبره، د اروزګان والي ژمن دى، چې دوى به په دغه ولايت کې  د کوکنارو د کرکيلې او نشه يي توکو د قاچاق په کلکه مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه، چې د سوځول شوو نشه يي توکو په تړاو پوليسو ۱۸ اتلس تنه نيولي او ۹  عرادې موټر يې هم، چې دغه نشه يي توکي په کې قاچاق کيدل، ضبط کړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.