ترينکوټ (پژواک ٤ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د پوليسو له خوا په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي شاوخوا درې ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د لېندۍ په ٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد نشه يي توکي د ارزګان د امنيه قوماندانۍ له نشه يې توکو سره د مبارزې د پوليسو لخوا په بېلابېلو عملياتو کې ترلاسه شوي وو.
د هغه په وينا،نن (د لېندۍ ٤ مه) د ارزګان والي،امنيه قوماندان او يو شمېر نورو ادارو د رييسانو پر وړاندې وسوځول شول.
نوموړي زياته کړه، چې دوى هڅې پيل کړي او د ارزګان ولايت قومي مشرانو هم ورسره ژمنه کړې، تر څو په خپلوکروندو کې د کوکنارو پرځاى غنم او نور روا محصولات وکري.
د همت په خبره، د اروزګان والي ژمن دى، چې دوى به په دغه ولايت کې د کوکنارو د کرکيلې او نشه يي توکو د قاچاق په کلکه مخنيوى وکړي.
هغه زياته کړه، چې د سوځول شوو نشه يي توکو په تړاو پوليسو ۱۸ اتلس تنه نيولي او ۹ عرادې موټر يې هم، چې دغه نشه يي توکي په کې قاچاق کيدل، ضبط کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن