Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې یو شمېر خلک د ناري‌بند کوتل لارې له خرابوالي شکایت کوي

سرپل کې یو شمېر خلک د ناري‌بند کوتل لارې له خرابوالي شکایت کوي

author avatar
19 Oct 2024 - 17:18
سرپل کې یو شمېر خلک د ناري‌بند کوتل لارې له خرابوالي شکایت کوي
author avatar
19 Oct 2024 - 17:18

سرپل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): سرپل کې یو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د دغه ولایت په مرکز کې د ناري‌بند کوتل لارې له خرابوالي شکایت لري او وایي، نقلیه وسایط او مسافر پر دې لار د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د ناري‌بند کوتل یو له سختو کوتلونو دی چې د سرپل ښار سوېل ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، کوهستانات، او البدر ولسوالۍ او څو کلي له سرپل ښار سره نښلوي، تېر کال د دغه کوتل لار هواره او جغل‌اچونه یې وشوه، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وایي چې دا لاره په اساسي ډول ترمیم شوې نه وه، نو ځکه بیا خرابه شوې ده.

د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ یوه موټرچلوونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ناري‌بند کوتل لاره خامه ده، که څه هم د سرپل د ټولګتو ریاست له خوا پرې ځو ځلې جغل اچول شوی، خو د وخت په تېرېدو بیا خرابه شوې ده.

هغه وویل: «د دغه کوتل د خامه والي او لوړوالي له امله نقیله وسایط له ګڼو ستونزو سره مخ وي، کله چې یو ناروغ انتقالو، په ډېرې سختۍ او په ځنډ سره یې ښار ته رسوو.»

د سرپل د مرکز د بلغلي کلي یوه اوسېدونکي شکرالله وویل چې اوسمهال د مېوو او کرنیزو محصولاتو وخت دی، دا چې ناري‌بند کوتل خراب دی، کروندګر نه شي کولای خپل محصولات پر وخت بازار ته ورسوي.

هغه وویل: «له حکومته غوښتنه کوو چې د دغه کوتل د خرابوالي ستونزه په دایمي ډول حل کړي څو خلک په اسانۍ سره سرپل ښار ته ورسېږي او خپلې ستونزې حل کړي.»

د سرپل مرکز د بلغلي کلي یوه بل اوسېدونکي همدم د سرپل له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دا کوتل دې په پاخه ډول جوړ کړي څو خلک و کولای شي پر دې لارې په اسانۍ تګ راتګ وکړي؛ د هغه په خبره، د ژمي په رارسېدو سره خلکو ته دغه کوتل نور هم سختیږي.

ورته مهال، د سرپل د ټولګټو رییس مولوي نعمت الله رحماني وویل، که څه هم په ناري‌بند کوتل د دغه ریاست له خوا جغل اچونه شوې، خو تر څو چې په پاخه ډول جوړ نه شي، پر دغه کوتل د وسایطو د تردد ستونزه نه حلیږي.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې دا کوتل په اساسي او معیاري ډول جوړ کړو، څو خلک پر دغې لارې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.»

د سرپل د ټولګټې رییس وویل چې د دغه کوتل ستونزه یې په مرکز کې له مسوولو بنسټونو سره شریکه کړې هیله ده چې د هغه د بیارغونې کارونه ژر پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.