کابل (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان له خپلې دندې استعفى ورکړې ده.
امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د لېندۍ په ٨مه خبر ورکړى و، چې نوموړي د خپلو شخصي بوختياوو له امله استعفى ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دى به د راتلونکې ډسيمبر مياشتې تر ١٤مې نېټې پورې پر دې دندې کار وکړي.
په خبر راغلي، چې د نوي استازي تر ټاکل کېدو پورې به د مارک ګروسمان مرستيال ډېوېډ پيرس په موقتي توګه د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي.
مارک ګروسمان د ٢٠١١ زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې د پخواني ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک تر مړينې وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى ځانګړى استازى وټاکل شو.
د امريکا لومړى ځانګړى استازى ريچارډ هالبروک د ٢٠١٠ زېږديز کال د ډسيمبر په مياشت کې ومړ.
ورځپاڼې ليکلي، چې د ځانګړي استازي پوست د ولسمشر بارک اوباما له خوا د دې لپاره رامنځته شوى و، چې په سيمه کې له شته ننګونو سره په ښه توګه مقابله وکړى شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن