کابل (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزي په اروزګان ولايت کې د ماين چاودنې له امله د بې ګناه هېوادوالو پر وژنې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
د اروزګان ولايت د مقام د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې يو ټونس موټر د دهراوود ولسوالۍ په دهزک کوتل سيمه کې د افغانستان د دښمنانو له خوا پر خښ شوي ماين وخوت، چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ بې ګناه هېوادوال وژل شوي او اته نور ټپيان شول.
له ارګ څخه د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه ترهګريز او انساني ضد پېښه وغندله.
هغه زياته کړې: ((د خلکو د تلو راتلو په لاره کې بم اېښودل او د بېګناه خلکو وژل ډېر لوى ظلم او ناروا عمل دى او ترسره کوونکي يې د اسلام او بشريت دښمنان دي.))
د حامد کرزي په وينا، د بېګناه خلکو وينه به بې سزا پاتې نه شي او ترهګر به په دنيا او اخرت دواړو کې وشرميږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن