ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: افغان حکومت دې د امنيتي تړون حقوقي او اقتصادي برخو ته پوره پام وکړي

کابل (پژواک١٢ليندۍ٩١): ځينې شنونکي وايي،د افغانستان او امريکا تر منځ له امنيتي تړون  څخه د ولسي ملاتړ لپاره بايد افغان  حکومت د تړون حقوقي او اقتصادي برخو ته پوره پام وکړي.

 د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون د روان کال په غويي  مياشت کې لاسليک شو. ددې تړون له مخې ټاکل شوې ،چې د دواړو هېوادونو تر منځ امنيتي تړون هم لاسليک شي.

  پر امنيتي تړون خبرې د تېرې مياشتې  په ٢٥ مه په رسمي ډول پيل شوې دي.

نن په کابل کې د محمود طرزي فکري بنسټ د سياسي، حقوقي، پوځي او اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان وربللي و، ترڅو په دې تړون کې د افغانستان د ګټو د خوندي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د حقوقي چارو پوه عبدالستار سعادت په دې ناسته کې  وويل ، تر هر څه وړاندې د افغانستان حکومت ته په کار ده ، چې په امنيتي تړون کې د ملي حاکميت او د دواړو هېوادونو د ګټو د انډول ترڅنګ، ددې تړون په اړه د خپلو خلکو غوښتنو ته ډېر پام وکړي.

دده په وينا، په دې وروستيو کې ځينو بدلونونو او پېښو، ځينې خلک د يادو دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو  پر شوي ستراتيژيک تړون  بدګومانه کړي دي.

سعادت د بېلګې په توګه پر افغانستان د پاکستان راکټي بريدونه ياد کړل او په دې اړه يې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو دريځ ته هم ګوته ونيوه ، چې ويلي يې وو، د پاکستان د بريدونو پر وړاندې له افغانستان څخه د دفاع صلاحيت نه لري.

دا په داسې حال کې ده ، چې د ستراتيژيکو همکاريو په تړون کې  متحدو ايالتونو ټينګار کړى، چې پر افغانستان هر ډول تېرى د خپلې سختې اندېښنې باعث بولي.

دغه راز په هوکړه ليک کې راغلي، چې د دغسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په ګډون، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کوي.

 

دغه راز سعادت وويل ، چې امريکايي ځواکونو  په بګرام کې د ددې ځواکونو د زندان په اړه له افغان حکومت سره له  کړې  هوکړې هم سرغړونه کړې ده.

ده وويل ، چې د شوې هوکړې له مخې، بايد امريکايي ځواکونه په افغانستان کې زندان او بنديان ونه لري ، خو  امريکايي ځواکونو تر شوې هوکړې وروسته شاوخوا ٩٠٠ تنه نور هم نيولي دي.

د هغه په اند، که  په امنيتي تړون کې ملي حاکميت او د ګټو انډول ته پام ونشي ، نو دا کار به ولس ددې تړون پر خلاف راوپاروي او  ګاونډيو هېوادونو ته به د نفوذ زمينه برابره کړي.

سعادت وايي، چې افغانستان د يوه کمزوري هېواد په توګه د امريکا په څېر يوه ځواکمن ملګري هېواد ته اړتيا لري ، خو ددې تړون پر ټولو موادو بايد په زغرده له امريکايانو سره خبرې وشي، چې په راتلونکي کې  تړون ته  ژمن پاتې شي.

ده حکومت ته دا سپارښتنه هم وکړه ، چې ددې تړون تر لاسليک وړاندې له  نورو هغو  هېوادونو سره هم خبرې وکړي ، چې له امريکا سره د تړون تجربه لري.

سعادت وويل ، چې  په تړون کې کارېدونکي اصطلاحات بايد تعريف  شی ، تر څو په راتلونکي کې له  دې امله  د رامنځته کېدونکو احتمالي ستونزو مخه ونيول شي.

سياسي کارپوه او د ولسي جرګې پخواني غړي محمد داوود سلطان زوى په نننۍ ناسته کې وويل ، چې د تړون د دوام لپاره د خلکو ملاتړ تر هرڅه اړين دى.

دده په وينا، لويو ځواکونو تل هڅه کړې، چې د خپلو لويو ګټو د ساتلو لپاره په ځينو هېوادونو کې له يو شمېر کړيو ملاتړ  وکړي، خو امريکا بايد دا” تخنيکونه ” ونه کاروي.

ده وويل ، چې د دغه تړون پر سر خبرې بايد واضح وي او ولس ته د ټولو پرېکړو معلومات ورکړل شي، ترڅو له دې تړون څخه ملاتړ وکړي.

پوځي کارپوه متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وويل ، چې افغان چارواکي  بايد له امريکايي لوري سره په خبرو کې دا يقيني کړي ، چې د بهرنيو تېريو او لاسوهنو  پر وړاندې امريکا د افغان حکومت ترڅنګ  درېږي.

ده  له حکومت څخه وغوښتل ، چې ددې تړون پر سر په خبرو کې له مقابل لوري وغواړي ،چې لږ ترلږه د شلو کلونو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو لګښت پرغاړه واخلي او افغان پوځونه  په اړينو  وسلو سمبال کړي .

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حميدالله فاروقي له امريکا سره امنيتي تړون له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره د ډېر  اهميت وړ وباله، خو ويې ويل ،افغان حکومت بايد هڅه وکړي ، چې په دې تړون کې خپلې ګټې د امريکا له ګټو سره وتړي.

ده وويل ، چې افغان دولت بايد له مقابل لوري سره د افغانستان اقتصادي بنسټونه د يوه اصل په توګه    مطرح کړي او هڅه وکړي ، چې امريکا له افغانستان سره په دوامداره توګه ژمنه  پاتې شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version