کابل (پژواک١٢ليندۍ٩١): ځينې شنونکي وايي،د افغانستان او امريکا تر منځ له امنيتي تړون څخه د ولسي ملاتړ لپاره بايد افغان حکومت د تړون حقوقي او اقتصادي برخو ته پوره پام وکړي.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون د روان کال په غويي مياشت کې لاسليک شو. ددې تړون له مخې ټاکل شوې ،چې د دواړو هېوادونو تر منځ امنيتي تړون هم لاسليک شي.
پر امنيتي تړون خبرې د تېرې مياشتې په ٢٥ مه په رسمي ډول پيل شوې دي.
نن په کابل کې د محمود طرزي فکري بنسټ د سياسي، حقوقي، پوځي او اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان وربللي و، ترڅو په دې تړون کې د افغانستان د ګټو د خوندي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د حقوقي چارو پوه عبدالستار سعادت په دې ناسته کې وويل ، تر هر څه وړاندې د افغانستان حکومت ته په کار ده ، چې په امنيتي تړون کې د ملي حاکميت او د دواړو هېوادونو د ګټو د انډول ترڅنګ، ددې تړون په اړه د خپلو خلکو غوښتنو ته ډېر پام وکړي.
دده په وينا، په دې وروستيو کې ځينو بدلونونو او پېښو، ځينې خلک د يادو دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو پر شوي ستراتيژيک تړون بدګومانه کړي دي.
سعادت د بېلګې په توګه پر افغانستان د پاکستان راکټي بريدونه ياد کړل او په دې اړه يې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو دريځ ته هم ګوته ونيوه ، چې ويلي يې وو، د پاکستان د بريدونو پر وړاندې له افغانستان څخه د دفاع صلاحيت نه لري.
دا په داسې حال کې ده ، چې د ستراتيژيکو همکاريو په تړون کې متحدو ايالتونو ټينګار کړى، چې پر افغانستان هر ډول تېرى د خپلې سختې اندېښنې باعث بولي.
دغه راز په هوکړه ليک کې راغلي، چې د دغسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په ګډون، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کوي.
دغه راز سعادت وويل ، چې امريکايي ځواکونو په بګرام کې د ددې ځواکونو د زندان په اړه له افغان حکومت سره له کړې هوکړې هم سرغړونه کړې ده.
ده وويل ، چې د شوې هوکړې له مخې، بايد امريکايي ځواکونه په افغانستان کې زندان او بنديان ونه لري ، خو امريکايي ځواکونو تر شوې هوکړې وروسته شاوخوا ٩٠٠ تنه نور هم نيولي دي.
د هغه په اند، که په امنيتي تړون کې ملي حاکميت او د ګټو انډول ته پام ونشي ، نو دا کار به ولس ددې تړون پر خلاف راوپاروي او ګاونډيو هېوادونو ته به د نفوذ زمينه برابره کړي.
سعادت وايي، چې افغانستان د يوه کمزوري هېواد په توګه د امريکا په څېر يوه ځواکمن ملګري هېواد ته اړتيا لري ، خو ددې تړون پر ټولو موادو بايد په زغرده له امريکايانو سره خبرې وشي، چې په راتلونکي کې تړون ته ژمن پاتې شي.
ده حکومت ته دا سپارښتنه هم وکړه ، چې ددې تړون تر لاسليک وړاندې له نورو هغو هېوادونو سره هم خبرې وکړي ، چې له امريکا سره د تړون تجربه لري.
سعادت وويل ، چې په تړون کې کارېدونکي اصطلاحات بايد تعريف شی ، تر څو په راتلونکي کې له دې امله د رامنځته کېدونکو احتمالي ستونزو مخه ونيول شي.
سياسي کارپوه او د ولسي جرګې پخواني غړي محمد داوود سلطان زوى په نننۍ ناسته کې وويل ، چې د تړون د دوام لپاره د خلکو ملاتړ تر هرڅه اړين دى.
دده په وينا، لويو ځواکونو تل هڅه کړې، چې د خپلو لويو ګټو د ساتلو لپاره په ځينو هېوادونو کې له يو شمېر کړيو ملاتړ وکړي، خو امريکا بايد دا” تخنيکونه ” ونه کاروي.
ده وويل ، چې د دغه تړون پر سر خبرې بايد واضح وي او ولس ته د ټولو پرېکړو معلومات ورکړل شي، ترڅو له دې تړون څخه ملاتړ وکړي.
پوځي کارپوه متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وويل ، چې افغان چارواکي بايد له امريکايي لوري سره په خبرو کې دا يقيني کړي ، چې د بهرنيو تېريو او لاسوهنو پر وړاندې امريکا د افغان حکومت ترڅنګ درېږي.
ده له حکومت څخه وغوښتل ، چې ددې تړون پر سر په خبرو کې له مقابل لوري وغواړي ،چې لږ ترلږه د شلو کلونو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو لګښت پرغاړه واخلي او افغان پوځونه په اړينو وسلو سمبال کړي .
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حميدالله فاروقي له امريکا سره امنيتي تړون له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره د ډېر اهميت وړ وباله، خو ويې ويل ،افغان حکومت بايد هڅه وکړي ، چې په دې تړون کې خپلې ګټې د امريکا له ګټو سره وتړي.
ده وويل ، چې افغان دولت بايد له مقابل لوري سره د افغانستان اقتصادي بنسټونه د يوه اصل په توګه مطرح کړي او هڅه وکړي ، چې امريکا له افغانستان سره په دوامداره توګه ژمنه پاتې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن