کابل (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۱) : دناټو په مشرۍ دايساف د دوو سرتېرو په وژل کېدو سره ، د روان کال له پيله تر دې دمه د بهرنيو وژل شوو سرتېرو شمېر ٣٨٧ تنو ته ورسېد .
دايساف لخوا پژواک خبري اژانس ته نن د( ليندۍ په ۱۴ ) په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دغه دوه سرتېري يې دافغانستان په سوېل کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې له وژل شوي دي .
که څه هم ايساف ددغو سرتېرو هويت او دپېښې کره ځای نه دی په ډاګه کړی ، خو دهېواد په سوېل کې ډېری امريکايي ځواکونه مېشت دي .
ايساف ځواکونه ، د وسلوالو مخالفينو لخوا د سړک غاړې اېښودل شوي ماينونه ، دخپلو سرتېرو د تلفاتو يو عمده لامل ګڼي .
د (آى کژوليټي) په نامه ويبپاڼې دثبت شوو شمېرو له مخې ،د روان زېږديز کال له پيل څخه تر دې دمه په بېلابېلو پېښو کې٣٨٧ بهرني سرتېري وژل شوي . ياده ويبپاڼه په افغانستان او عراق کې د ناټو ځواکونو دتلفاتو شمېرې ثبتوي.
په دغه ويبپاڼه کې د روان زېږديز کال اګسټ مياشت دبهرنيو سرتېرو لپاره تر ټولو خونړۍ بلل شوې ، چې پکې ٥٢ سرتېري وژل شوي ، د تلفاتو ټيټه کچه بيا دهمدې کال په نومبر مياشت کې ۱۷ تنه وه .
ايساف په تېر ۲۰۱۱ کال کې ۵۶۶ تنه تلفات درلودل او له ۲۰۰۱ کال څخه تر دې دمه يې د ټولو وژلو شويو سرتېرو شمېره ٣٢٣٤ تنو ته رسېږي ، چې له ٢١٦٠ زيات يې امريکايان دي .