Language

کابل (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): د کابل ښار يوشمېر اوسېدونکو د کابل پوهنتون د عاشورا ورځې د پېښې په غبرګون کې لاريون وکړ او له اهل تشيع يې وغوښتل، چې خپل مذهبي مراسم په ټاکل شوو ځايونو کې ترسره کړي.

ياد لاريون، نن سهار شاوخوا لس بجې له قمبر څلورلارې پيل او د استاد ربانې د ښوونې او روزنې تر پوهنتون پورې په سوله ييز ډول ترسره شو.

د دغو لاريون کوونکو، چې شمېر يې څه د پاسه دوه سوو تنو ته رسېده، شعارونه ورکول، چې په هېواد کې د بهرنيو له يرغل څخه ستړي شوي او ازادي په دې معنا نه ده، چې نورو ته ستونزې جوړې شي.

يادو کسانو د لاريون په پاى کې پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې د کابل پوهنتون د تېرې عاشورا د ورځې پېښه په کلکه غندل شوې وه.

د تېرې مياشتې په وروستيو کې د عاشورا په ورځ په کابل پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ وروسته تر هغه نښته وشوه، چې شيعه محصلينو غوښتل د پوهنتون په يوه جومات کې د ماتم مراسم ترسره کړي.

تر لفظي شخړې وروسته محصلينو د لرګيو، چاقوګانو او نورو وسايلو په وسيله پر يوه بل ګوزارونه وکړل او نښته تر ماښام ناوخته پورې روانه وه.

په پرېکړه ليک راغلي دي: ((شيعه ګان بايد خپل مذهبي مراسم په ټاکل شوو ځايونو کې ترسره کړي او همدارنګه د هغو سريالانو له خپرولو څخه هم بايد ډډه وشي، چې په هغه کې صحابه کرامو ته سپکاوى کېږي.))

په دغه پرېکړه ليک کې د دغو سريالانو په هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

په پرېکړه ليک راغلي، چې شيعه ګان بايد د عاشورا په مراسمو کې په هېواد کې له شته ازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او په تورو ټوټو د څلورلارو له پوښلو څخه هم بايد ډډه وکړي.

لاريون کوونکو له دولت څخه غوښتي، چې له شيعه ګانو وغواړي، ترڅو خپل مراسم په ټاکل شوو ځايونو کې ترسره کړي، که نه هېواد به يې له امله په راتلونکي کې له يوه لوى بحران سره مخ شي.

د يادو لاريون کوونکو له ډلې شاهدالله عارفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه لاريون څخه بنسټيزه موخه په کابل پوهنتون کې د عاشورا ورځې د شوې پېښې غندل دي.

هغه زياته کړه، شيعه ګان بايد خپل مذهبي مراسم په هغه کچه ونه نمانځي، چې نورو ته ستونزې جوړې کړي او خلک په کې ووژل شي.

 يوه لاريون کوونکي او د دعوت د لوړو زده کړو موسسې زده کوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې د هېواد په اوسنيو شرايطو کې مذهبي مراسمو سياسي بڼه خپله کړې ده.

ده تور پورې کړ، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په مذهبي مراسمو کې لاسوهنه کوي او خلک ناوړه کړنو ته هڅوي.

د لاريون پر مهال په سيمه کې د کابل د امنيتي پوليسو له لوري کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو.

Related Topics