Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پوهنتونونو ځيني فارغ کسان خښتي باسي

کندوز (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): د کندوز ولايت له پوهنتونونو فارغ يو شمېر محصلان د بېکارۍ او خراب اقتصاد له امله خښتي باسي.

دغه محصلين، چې شمېر يې پنځلسو تنو ته رسېږي وايي، چې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو فارغ شوي دي.

 دوی زياتوي، د خپلو کورنيو مسووليت ور په غاړه دی، خو ګڼو دولتي او غير دولتي ادارو ته په پر له پسې ورتګ سره هم چا دنده نه ده ورکړې.

دوی وايي، په دولتي ادارو کې لوړو زده کړو ته اهميت نه ورکول کېږی او علت يې دا دی، چې د ځينو دولتي ادارو مشران هم لوړې زده کړې نه لري.

قاري مومن يو له دغسې کسانو دی، هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه کاله وړاندې د کندوز ولايت د کرنې له پوهنځي نه فارغ شوی، خو له زياتو هڅو سره سره يې په کومه دولتي اداره کې د مسلک اړونده دنده نه ده موندلې.

ده ادعا وکړه، په دولتي ادارو کې رشوت، واسطه او پېژندنه اهميت لري، خو هېڅوک نه پېژني او له همدې امله ده چې خښتي وباسي.

هغه زياته کړه: ((د کور ټول لګښتونه زما پر غاړه دي، دوه کاله وګرځېدم، خو کومه دنده مې ونه مونده.))

قاري مومن زياته کړه، چې د خښتو ايستلو له لارې د ورځې پنځه سوه افغانۍ ګټي، خو دا چې اوسمهال د يخنۍ موسم دی، د داشونو خاوندانو خښتې بندې کړې او دى بېکاره دى.

 

په کندوز پوهنتون کې دا مهال له څلور زرو نه زيات محصلين په اتو پوهنځيو کې په زده کړو بوخت دي او هر کال په سلګونو کسان له دغه پوهنتون نه د ليسانس په کچه فارغېږي.

د کندوز اوسېدونکی سيد عبدالله هم يو له هغو کسانو دی، چې دوه کاله مخکې د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي نه فارغ شوی دی، هغه وايي، چې له سهاره تر ماښامه د دندې په موندلو پسې ستړی دی، خو د قاري مومن غوندې، دی هم په دې ونه توانېد، چې کومه مناسبه دنده پيدا کړي.

هغه زياته کړه: ((څو ځلې مې د ولايت مقام، د کار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو ادارو ته مخه کړه، خو هېڅوک هم حاضر نه شول چې ما ته دنده راکړي.))

سيد عبدالله زياتوي، په دې وروستيو کې ښاروال ورسره وعده کړې، چې په پنځم بست کې به ورته دنده ورکړي، د دې دندې ترلاسه کول غنيمت ګني او هيله من دی، چې اقتصادي ستونزې به يې هواري شي.

د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو امر عبدالغفور وايي، چې موږ دغو فارغ شوو ١٥ محصلينو ته د خښتو پخونې په بټۍ کې د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه پژواک ته وويل، اوس مهال له موږ سره تر ٣٢٠ نه ډېر لوستي ځوانان ثبت دي، چې ١٤ پاس، ليسانس او ماستران هم په کې شامل دي، چې له دې ډلې١٨٠ نجونې، ١١ ماسټران او څلور ډاکتران دي، چې له امريکا او المان څخه د دکتورا سندونه لري، خو بيا هم له وزګارتيا ځوريږي.

هوتک زياته کړه، چې د دغو ځوانانو ستونزې يې له اړوند ادارو سره شريکې کړې دي او هغوی يې هم د حل ژمنه کړې، خو تر اوسه يې په عمل کې څه نه دي کړي.

د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو امر وويل: “په هغه صورت کې چې دولت د وزګارو ځوانانو په اړه اقدام ونه کړي؛ نو دا شمېر ځوانان به کال پر کال درې برابره زيات شي او نور ځوانان به هم له زده کړو زړه توري شي.

خو د کندوز د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو ريسې معصومه يقين وويل، چې سږ کال يې له ٤٥٠٠ څخه زياتو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې کار موندلى دی.

په دې ډله کې ښځې، سړي او ځوانان شامل دي، چې له ښوونځيو، دارالمعلمينونو او پوهنتونونو فارغ شوي او په دولتي ادارو کې د د ندې نيولو لپاره ورته د کار کولو جوازونه وېشل شوي دي.

د مېرمن يقين په وينا، د دوو وروستيو کلونو په موده کې شاوخوا ١٥٤٠ تنه د حرفوي زده کړو د بېلابېلو څانګو، لکه حلبي سازي، نل غځونې، موبايل او اېرکنډېشن جوړونې، کمپيوټر، ګلدوزي، کالي ګنډنه او سينګار برخو کې له شپږ مياشتني روزنيزو پروګرامونو څه فارغ شوي او بازار ته وړاندې شوي دي.

د کندوز دکار او ټولنيزو چارو رييس وايي، سره له دې چې دا مهال په کندوز کې شپېته سلنه ځوانان د بېکارۍ له ستونزې سره مخ دي، خو دی هڅه کوي چې د دغو وزګارو کسانو شمېر راکم کړي.

د بېکارۍ له ستونزې سره نه يواځې لوستې کسان لاس او ګرېوان دي بلکې هره ورځ په لسګونو کسان د کندوز ښار په مرکزي څلورلارې کې د کار په لټون د دې انتظار کوي، چې د ساختماني کارونو لپاره يې څوک له ځان سره بوځي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي منصور وويل: ((زه هره ورځ دلته کار ته راځم، کله کار پيدا شي او کله نه، په کور کې اوه کسه را په غاړې دي، خو د باران او واورې له امله اوس څوک کاريګرو ته کار نه ورکوي.))

هغه زياته کړه: د کار پيدا کېدو په صورت کې له ۲۰۰ نه تر ۴۰۰ افغانيو پورې ورځنۍ مزدوري ترلاسه کوي، خو دا ډول کارونه يې د کورنۍ اقتصادي ستونزې نه شي هوارولای.

اته دېرش کلن منصور وويل، چې د جنګ جګړو او خرابو شرايطو له امله ترې زده کړې پاتې شوې، که چېرې يې زده کړه کړې وای؛ نو اوس به له بېکارۍ سره نه و مخ.

خو د کندوز د کار او ټولنيزو چارو رييسه وايي، دا مهال ۱۵۰ کسه په حرفوي مرکزونو کې د بېلابېلو کسبونو په زده کړه بوخت دي، هر څوک کولای شی دوی ته مراجعه وکړي او په دغو روزنيزو زده کړو کې ځان داخل کړي.

د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو وزارت هم وايي، چې دا مهال په ټول هېواد کې له هغو اتو ميليونو کسانو څخه، چې د کار وړتيا لري، درې ميليونه يې له بېکارۍ ځورېږي، خو ټينګار کوي، چې تر ٢٠١٣زېږديز کال پورې به په ټول هېواد کې ٢٤٠ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړي.

خو د کارګرو ملي اتحاديه وايي، د هغه راپور پر بنسټ، چې تازه يې له نړيوال بانک نه ترلاسه کړی، په کې راغلي، چې په ټول هېواد کې له 16 ميليونو کسانو څخه، چې د کاړ وړتيا لري، درې ميليونه په کار بوخت دي او پاتې نور يې يا خو بېکاره دي او يا په ورځنۍ ناڅيره مزدوري کار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.