Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې دوه مخالف وسلوال قوماندانان ووژل شول

 کندوز(پژواک١٨لېندۍ٩١) وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د خلکو شکايتونه په دي اساس چې د کندوز- دشت ارچې په لاره دوسلوالو غلا ګانو ډيريدل خپاره کړل،امنيتي ځواکنو د يو لړ عملياتو کې ترڅ کې دو وسلوال مخالفين ووژل او سيمه يې تصفيه کړه. 

 پوليس وايې دا يوه اونېز عمليات چې دګډو ځواکونو له خوا په لاره اچول شوي و پاي ته ورسيدل ،چې دکندوز ولايت د مرکزي سيمي دشت ابدان څخه پيل او تر دشت ارچي ولسوالي پوري يې  دوام وکړ، چې په دي عملياتوکې ٦٠کيلومتره سيمه شامليده.

 دکندوزولايت دامنيه قومانداني مطبوعاتي مسؤل سيد سرور حسينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دي عملياتو کې دوسلوالومخالفينو دو قومندانان وژل شوي  يو ټپي  او يو بل کس يې له منفجره تو کو او سلاح سره  دامنيتي ځواکونوله خوا نېول شوي دي. 

 هغه په دي ادعا چې ځيني وسلوال طالبان د غلو په جامه کې د مسافرينو پيسي او مالونه غلا کوي، هغه زياته کړه چې اوس مهال مسافرين په آرامه توګه کولي شي چي په دي لاره تګ راتګ وکړي.

 دا په داسي حال کې ده چې تيره مياشت د دشت ارچې ځينو خلکو پژواک اژانس ته ويلو،د وسلوالوغلو څخه دخلاصون لپاره يې دخپله لاره اوږده کړي، دکندوز ښار څخه لومړي دتخار مرکز تالقانو ته ځي او وروسته له هغه څخه دتخار دبهارک او خواجه غار ولسوالېو په لاره دشت ارچي ته اوړي.

 د دشت ارچي ولسوالۍ دکندوز په ٦٠ کيلومتري کې پرته ده، په داسي حال کې چې تنها دکندوز- تخار تر منځ واټن له سل کيلومتره څخه زيات دي.

 خو د ګډو ځواکنو عمليات دخلکو له ښه راغلاست  شک او ترديد سره مخامخ شوي دي.

 ددشت ارچې ولسوالۍ يو کس هټيوال وويل ،چې په دي لاره هر وخت  دمسافرينو وسايط د وسلوالو غلو له چور چپاول سره مخ کيدل،خو اوس چې عمليات تر سره شوي دي مسافرين به په ارمه توګه له دي لارڅخه تګ را تګ و کړي.

 هغه زياته کړه” زه خپله دوه ځلي دغلو له خوا ووښل شوم مبايل او پيسي را څخه دغلوله خوا واخيستل.

 خو ددشت ارچې يو بل اوسيدونک محمد رفيق وايې: په هغه صورت کې چې امنيتي ځواکنه په دايمې توګه دلته ځاي پر ځاي نشي،وسلوال به غلاګاني  بيا تکرارکړي.

هغه وويل:” پوليس بايد په دايمه توګه په دي مسير کې ځاي پر ځاي شي ترڅو غله او ددولت وسلوال مخالفين بيا دا لاره نا امنه نه کړه.”

 خو دکندوز دامنيه قومانداني مطبوعاتي مسؤل وايې،چې د سيمي حالت ته په کتلو سره پنځه د ملي او سيميز پوليسو پوستي په دي لاره کې زياته شوي دي،چې له دي امله وروسته له دي څخه وسلوال مخالفين او غله نشي کولي چې خلک وځوروي.

 د وسلوالوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايې ،چې تيره شپي يې دتخار ولايت په يو پوستي چې دشت ارچي ولسوالۍ تر څنګ پرته ده بريد کړي ،چي په ترڅ کې يې دو پوليس وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.