کابل 🙁 پژواک ۲۰ ليندۍ ۹۱) : ولسشمرحامد کرزي دلغمان ولايت دښځو چارو پر ريیسې د شوي بريد غندنه وکړه او د ښځو وژل یې د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ خلاف وبلل .
دا ټکی د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري نن (۲۰ لیندۍ ) په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رسيدلې په ډاګه شوى دى .
د لغمان ولايت له مقام څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ددې ولايت دښځو چارو سرپرسته رييسه ناجيه صدیقي دلغمان دمرکز مهترلام اړوند چهل متي سيمه کې دفتر ته دتلو پر مهال په تروريستي بريد کې ووژل شوه .
دسرچینې دمعلوماتو له مخې ، ناجيه صدیقي ددغه رياست دپخوانۍ رييسې حنیفه ساپۍ تر وژلو وروسته په لغمان کې دښځو چارو ریاست د سرپرستې په توګه دنده تر سره کوله .
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسشمر کرزي ددغه تروریستي بريد دغندې ترڅنګ دا عمل دديني ارزښتونو او افغاني فرهنګ خلاف بللی دی .
بلخوا دلغمان ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شیرزاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې نن ( ۲۰ لیندۍ ) سهار مهال په اتو بجو دوو موټر سايکل سپرو دلغمان اړوند په چهل متی کلي کې ناجيه صديقي په ډزو ووژله .