Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): په تخار ولايت کې د يو کانال په جوړولو سره زروګونه کورنيو ته د ابو د څښلو او ٢٥٠٠ جريبه ځمکې ته د خړوبولو زمينه برابره شوه.

دغه کانال، چې د تخار د مرکز تالقانو څېرمه په جوى شېخ سيمه کې تېر شوى، ٢٣٠ متره اوږدوالى لري، کار يې نن پيل شو او د شپږو مياشتوپه موده کې به بشپړ شي.

د تخار د کرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمدسالم ساعي د دغه مطلب په يادولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کانال په پاخه ډول سرپټى جوړيږي او له طبيعي خطرونو نه به خوندي وي.

پر دې پروژې ٩ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرني او اوبو لګولو وزارت له بوديجي ورته ځانګړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کانال د غره ترڅنګ په ډبرينه ساحه کې تېريږي، چې هر کال بزګرانو د اوبو د کموالي له امله ترې سم حاصل نه شواى ترلاسه کولاى.  

د جوى شېخ کلي يوه بزګر ذکريا وويل: “هر کال چې کانال ډکېده، د هغه د پاکولو وس مو نه درلود، له همدي امله مو د شولو ځمکو تنده کوله.”

هغه زياته کړه، چې هر کال هر بزګر د خپل ٢ تر ٥ جريبه ځمکې د شولو حاصلات يې د ابو د نشتوالې له امله له لاسه ورکول.

نوموړي بزګر زياته کړه، چې درې جريبه ځمکه لري او په څو وروستوي کلونو کې يې پرې شولي کرلي، خو د ابو د نه شتون له امله يې حاصل نه ورکاوه.

يوه بل بزګر محمد ظاهر وويل: “مخکې له دې په دې سيمه کې کانال نه و، خلکو د ځمکې د خړبولو لپاره ويالې جوړې کړې وې، خو هر کال به دا ويالې د سېلابونو له امله ډکېدلې.”

هغه زياته کړه، اوس ورته سرپټى کانال جوړيږي، چې په بشپړېدو سره به يې د اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.

بزګرانو د کرنې له رياست څخه وغوښتل، چې د دغه کانال د جوړولو پر کيفيت دې جدي پاملرنه وکړي.

خو د تخار د کرنې رييس وويل، د دوى د کاري پلان له مخې به هر وخت د دغه کانال د چارو څانه کوي.

ويل کېږي، چې تېره مياشت د تالقانو سيند د څنډو د ټينګښت قرارداد، چې د المان په پنځه نيم ميليونه ډالرو مرسته جوړيږي، لاسليک شوى، ټاکل شوې چې چارې يې په راتلونکې مياشت کې پيل او تر يو بل کال پورې بشپړې شي.

د دې پروژې په پلې کېدو سره به څلورنيم کيلومتره استنادي دېوال، سربندونه، د ابو ګرځولو بندونه، پارچونه،٥٠٠ جريبه ځمکه چې څو د کلنو په جريان کې سېلابونو شاړې کړې وې بېرته جوړ شي او په ترڅ کې به يې ١٢٧ تنو ته د کار زمينه برابره شي.  

تخار د هېواد يو شمال ختيځ ولايت دى چې ډېر خلک يې کروندګر او مالدار دي.

د کرنې رياست د شمېرو له مخې ٧٠ په سلو کې د دغه ولايت ځمکې ابي او پاتې نورې للمي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.