فراه ښار (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): د فراه بزګران او چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د “شنو خونو” کښت د پراختيا په حال کې دى او که په دې برخه کې له بزګرانو سره مرستې وشي، دغه کښت د کوکنارو ښه بديل کېداى شي.
شنې خونې چې المونيمي ستنې لري، پر پلاستيک پوښلې وي او هوا کشونه هم لري.
په دغو خونو کې د سړې هوا په موسم کې بېلابېل سابه کرل کېږي او د پلاستيکي نلونو له لارې اوبه ورکول کېږي.
د شنو خونو کښت که له يوې خوا د بزګرانو د عايد کچه لوړوي، له بلې خوا د دې لامل کېږي، چې خلک په ژمي او ساړه موسم کې هم تازه سبو ته لاسرسى ولري.
دغه کښت د ځينو نورو ولايتونو ترڅنګ په فراه ولايت کې هم له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې دود شوى او اوس د شنو خونو حاصلات له دغه ولايت څخه ځينو نورو ولايتونو او ان ايران ته هم صادريږي.
د دغه ولايت د پشت رود ولسوالۍ د مساو کلي اوسېدونکی ٣٨ کلن محمدعوض چې د شنې خونې لپاره د پلاستيک د پېرلو په موخه د فراه ښار ته راغلى، وايي: “دوه کاله مخکې مې پر خپله ځمکه کوکنار کرل، خو وروسته چې زما يو ملګرى له اېرانه راغى، ما ته يې د ګلخانه يي (شنو خونو) د کښت چل راوښودې، له هغه وخته تر اوسه د کوکنارو پر ځاى په شنو خونو کې سابه کرم.”
دى وايي، لومړى په ١٣٩٨ کال کې د بزګرانو کوپراتيف ورته د ١٤٠٠٠ افغانيو په بدل کې پر ١٨٠ متره مربع ځمکه شنه خونه جوړه کړه، خو وروسته يې چې په ګټه پوه شو، بله شنه خونه يې په خپل لګښت جوړه کړه.
هغه وايي، چې د ١٨٠ متره مربع مساحت لرونکې شنې خونې د جوړېدو لګښت شاوخوا ٢٠٠ زره افغانۍ دى.
محمدعوض وايي، چې په دې خونو کې بادرنګ، رومي بانجان، تور بانجان، بېنډۍ، مرچ او نور سابه کرل کېږي.
دغه بزګر له خپل کار څخه خوښ دى او وايي، چې له دغو شنو خونو څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي، نو ځکه نور کوکنار نه کري.
هغه د بېلګې په ډول وويل، چې پر ٢٧٠ متره مربع ځمکه جوړې شوې شنې خونې د يوه فصل له بادرنګو څخه يې نږدې دوه سوه زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.
محمدعوض وايي، چې په دې شنه خونه کې يې د بادرنګو٤٠٠ بوټي کېنولي وو، هر بوټي شاوخوا ١١ کيلو بادرنګ حاصل درلود او يوکيلو بادرنګ يې په ۴۰ افغاني وپلورل.
خو ځينې بزګران بيا وايي، چې د دغو شنو خونو جوړول ډېر مالي لګښت لري او هر څوک يې نه شي جوړولاى.
د فراه په مرکز کې د رېګي کلي اوسېدونکى احمدرشاد وايي، په دغه کلي کې شنې خونې هغو کسانو جوړې کړې او ډېره ګټه ترې لاسته راوړي، چې اقتصاد يې پياوړى دى.
هغه زياتوي: “دا ګرين هاوسونه (شنې خونې) شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ لګښت لري، زه دا پيسې نه لرم چې ځان ته يې جوړ کړم.”
دى وايي، چې دا مهال په دغه ولايت کې ډېر بزګران کوکنار کري، خو که دولت او مرستندويه موسسې د شنو خونو په جوړولو کې له خلکو سره اړينې مرستې وکړي، نو هېڅوک به کوکنار ونه کري؛ ځکه چې د شنو خونو د کښت ګټه تر کوکنارو ډېره ده.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، فراه تر هلمند وروسته دويم ولايت دى، چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر انجنير محمدجعفر کاظمي وايي، چې په شنو خونو کې کښت د لومړي ځل لپاره په فراه کې په ١٣٨٨ کال کې په ازمايښتې ډول پيل شو او اوس د دغه ولايت ډېر بزګران لېوال دي چې دا ډول خونې ولري.
خو د ده په وينا، ډېرى بزګران د اقتصادي ستونزو او يا هم له دې امله دغه خونې نه شي جوړولاى، چې د جوړېدو پر لارو چارو يې نه پوهېږي.
د فراه د کرنې چارو رياست سرپرست انجنير عبدالمنان متين په دغه ولايت کې د شنو خونو د کښت ښو پايلو ته په پام وايي، چې دغه کار کېداى شي په دغه ولايت کې د کوکنارو ښه بديل شي.
هغه وويل، په همدې موخه يې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته وړانديز کړى، چې په دغه ولايت کې د شنو خونو د کښت د پراختيا په موخه بزګرانو ته د پورونو ورکولو لپاره يو صندوق جوړ کړي.
د ده په وينا، دغه رياست د کرنې وزارت ته دا وړانديز هم کړى، چې په فراه کې بزګرانو ته په وړيا ډول ٣٠٠ شنې خونې جوړې کړي.
دغه راز دى وايي، چې د فراه د کرنې رياست د شنو خونو د معياري کولو لپاره دا مهال په ازمايښتي ډول د يوې معيارې شنې خونې پر جوړولو بوخت دى.
د فراه د بزګرانو د ټولنې مشر لعل محمد بهاري وايي، چې په ١٣٨٩ کال د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په مرسته د فراه په مرکز او انار دره، پشت کوه، شيبکوه، پشترود، خاک سفېد او بالابلوک ولسواليو کې ١٣٠ ښځو او ٣٧٠ نارينه بزګرانو ته يوه، يوه شنه خونه جوړه شوه.
ده د کره شمېرې له وړاندې کولو پرته وويل، چې په دغه ولايت کې ډېرو بزګرانو په شخصي لګښت هم شنې خونې جوړې کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، همدا اوس يواځې هغه ٣٠٠ خونې چې له دې ټولنې سره اړيکه لري، هره ورځ ٨ ټنه بادرنګ توليدوي، چې شپږ ټنه يې هرات ته صادرېږي.
دى وايي، چې له دغو بادرنګو څخه په هرات کې د “خيارشور” په نوم سرکه جوړيږي.
د ده په وينا، که دولت او مرستندويه موسسې امکانات برابر کړي، کېداى شي د هرات په څېر فابريکه په فراه کې هم جوړه او له لارې يې خلکو ته کار پيدا شي.
هغه وويل، چې له دغه ولايت څخه د شنو خونو له حاصلاتو څخه يوه اندازه ايران ته هم وړل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP