ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنټاګان : په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې د افغانستان امنیت لپاره لوی ګواښ دی

پنټاګان : په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې د افغانستان امنیت لپاره لوی ګواښ دی

author avatar
11 Dec 2012 - 09:27
پنټاګان : په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې د افغانستان امنیت لپاره لوی ګواښ دی
author avatar
11 Dec 2012 - 09:27

واشنګټن ( پژواک ۲۱ لیندۍ ۹۱ ) : د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې ،چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې اوس هم دافغانستان امنیت او ثبات لپاره لوی ګواښ دی.

د امریکا دفاع وزارت دغه څرګندونې پخپل هغه شپږ میاشتني راپور کړي، چې پرون یې کانګریس ته لیږلی دی.

په راپور کې دغه راز راغلي ،چې ددې ترڅنګ دافغانستان په حکومت کې فساد او ددوی محدوده واکمني ددغه هیواد دوامداره او تلپاتې امنیت او ثبات لپاره اوس هم لوی ګواښ دی.

دامریکا دفاع وزارت په دغه راپور کې زیاته کړې ،چې د امریکا او پاکستان د اړیکو ښه کیدو سره سره پاکستان په دوامداره توګه په افغانستان کې له ترهګرو سره مرستې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ، دغه راز پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځالې برابرې کړې دي.

په راپور کې راغلي ، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه یواځې دافغانستان امنیت او ثبات ته ګواښ دی ، بلکې په دې هیواد کې يې میشتو امریکایي او ناټو ځواکونو ته هم ستونزې پیدا کړې دي.

کانګریس ته په لیږل شوي راپور کې دغه راز په ډاګه شوې ،چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ښه والی راغلی دی.

دغه راز په راپور کې ادعا شوې، چې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د و سلوالو طالبانو په بریدونو کې یو فیصد زیاتوالی راغلی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.