کندز (پژواک ۲۱ لېندۍ ۹۱): د تخار ولايت پوليسو دوه جعلي ډاکتران او اووه کارتنه تاريخ تېري درمل نيولي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه ډاکتران يې نن د تالقانو د پوست خور سيمې په يوه کور کې نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه کور کې يې اووه کارتنه تاريخ تېر پاکستان درمل هم نيولي، چې پيچکارۍ، تابليت، سيروم او نور مواد په کې شامل دي.
اسير زياته کړه: “دغه دوه کسان به کوڅه پر کوڅه ګرځېدل او خلکو ته به يې له معاينې وروسته بې کيفيته او تاريخ تېره دوا ورکوله، چې د خلکو د روغتيا لپاره مضره ده.”
د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکتر حفيظ الله ساپي د دې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې د روغتيايي قوانينو د څېړنې او اروزونې پلاوی دڅېړنو په اساس له دغو دوو کسانو څخه ترلاسه شوي درمل د هغوی خپل نه دي او په جعلي اسنادو سره د ډاکترانو په نوم کارول .
هغه زياته کړه، چې په دې وروسيتو دوو مياشتو کې يې د تالقانو ښار ۱۰ درملتونونه، د بې کيفيته دوا د پلور او وړاندې کولو له امله تړلي ړي.
دسرچينې په وينا، دروان کال له پيله تر دې دمه يې په تخار ولايت کې لس ټنه بې کيفيته دوا له درملتونو ټوله کړې او سوځولې ده.
تر دې وړاندې يو شمېر خلکو او د روغتيايي چارو متخصيصينو د بې کيفيته او تاريخ تېرې درملو د تورېدونکو او پلورونکو لپاره د سختې او درنې جزا غوښتنه کړې وه .
خو د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال په اوږدو کې يې د کابل
شار له درملتونونو څخه له پنځوسو ټنو ډېر بې کيفيته او تاريخ تېر درمل ترلاسه کړي او سوځولي دي، د دې ترڅنګ يې له ګڼو نورو درمتلونونو نغدي جريمه اخيستې ده.
د عامې روغيتا وزارت وايي، چې د هېواد په پولو کې د څار او کنټرول نه شتون، د دې لامل ګرځېدلی، چې تاريخ تېر او بې کيفيته درمل پر خپل سر او غير قانوني ډول هېواد ته را داخل شي.
دغه وزارت د درملو له توريدي شرکتونو او د درملتونونو له مسوولينو په جدي ډول غوښتنه کوي، چې د دا ډول درملو له توريد او پلور څخه ډډه وکړي او که داسې ونه کړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP