Language

په هرات کې د سپوږمکۍ له لارې انټرنټي خدمتونه  پيل شول

هرات ښار (پژواک٢٣ليندى٩١): په هرات کې د “پرند” په نوم يوې انټرنټي کمپنۍ له اتصالاتو مخابراتي شرکت سره په ګډه د سپوږمکۍ په مرسته انټرنټي خدمتونه پيل کړل.

په هرات کې د پرند انټرنټي کمپنۍ مشر غفور جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرند د متحده عربی اماراتو له ياسات ( Yahsat ) کمپنۍ سره ، چې د انټرنېټي خدمتونو سپوږمکۍ يې فضا ته لېږلې ، تړون لاسليک کړى دى.

د هغه په وينا، د همدې تړون له مخې، ياسات افغانستان ته ځانګړى کود ورکړى، چې له مخې يې د يادې سپوږمکۍ له لارې په افغانستان کې انټرنټي چوپړ له نورو په ارزانه بيه  وړاندې کيږي.

جلالي وايي، هرڅوک کولى شي د دې کمپنۍ د يوه ديش انتن په ترلاسه کولو سره په هره سيمه کې ، چې وغواړي له انټرنټ څخه ګټه واخلي.

دى وايي ، چې ديش انتن په مستقيم ډول له سپوږمکۍ سره نښلي او کاروونکي يې کولى شي د سپوږمکۍ له لارې له انټرنټي خدمتونو ګټه واخلي.

هغه وويل ، چې د ديش انتن بيه له ٨٠٠ نيولې تر ١٠٠٠ امريکايي ډالرو پورې ده، خو  انټرنټ  د هر چا د غوښتنې په اندازه ورکول کېږي ، چې قيمت يې له ٢٩ ډالرو  تر ٨٠٠٠ امريکايي ډالرو دى.

جلالي وايي، په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت هم له يادې کمپنۍ سره د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو په پانګونه کې شريک دى.

ده وويل، چې دې کمپنۍ شاوخوا دوه مياشتې مخکې د فعاليت جواز ترلاسه کړى او شاوخوا يوه مياشت مخکې يې په کابل کې هم فعاليت پيل کړى دى .

د هرات د مخابراتو رييس سيد نور احمد شاه علوي وايي، چې هرات  تر کابل وروسته د انټرنتي خدمتونو په برخه کې  ډېر پرمختګ کړى  او د پرند کمپنۍ په فعاليت سره به نور پرمختګ هم وکړي.

 د هرات ښار يوه استوګن محمد اسحاق، په نوي انټرنټي خدمتونو خوښي څرګنده کړه او  ويې ويل:  هيله ده چې د  پرند، انټرنټي خدمات لکه څنګه يې چې تبليغات کيږي ، هماغسې وي.”

Related Topics