کابل (پژواک ٢٥ لېندۍ ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ٥ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په هغې خبرپاڼه کې ورکړل شوى، چې نن (د لېندۍ ٢٥مه) د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور او د هلمند په کجکي کې ولسوالۍ کې يو سرتېرى وژل شوى او د کندهار په زېړۍ ولسوالۍ کې يو سرتېرى ټپي شوى دى.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې د ملي اردو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفينو له خوا د ځاى پر ځاى شوو ماينونو او بريدونو له امله رامنځته شوې ده.
وروسته له هغه چې تېر کال د يو شمېر سيمو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې، د ملي پوليسو او ملي اردو سرتېرو په مرګ ژوبله کې ډېروالى راغلى دى.
د ملي دفاع وزارت تېره مياشت اعلان وکړ، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د ملي اردو شاوخوا اته سوه سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن