کابل ( پژواک ٢٦ ليندۍ ۹۱ ) : د نيپال د ګونګيانو د کرکټ لوبډلې په اسيايي سياليو کې د افغانستان د ګونګيانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ګونګيانو د کرکټ اسيايي سيالۍ تېره اونۍ د پاکستان په لاهور ښار کې پيل شوې، چې په کې دپنځو هېوادونو پاکستان، هندوستان، سريلانکا، نيپال او افغانستان د ګونګيانو د کرکټ لوبډلو برخه اخيستې ده.
د افغانستان د ګونګيانو کرکټ لوبډلې روزونکي رييس احمدزي د لېندۍ په ٢٦ مه له لاهور څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان او نيپال د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
د هغه په وينا، د دې لوبې پچه د نيپال لوبډلې وګټله او لومړۍ يې لوبه وکړه.
احمدزى وايي، چې دا لوبه په ٤٠ اوورونو سمبال وه، خو د نيپال لوبډله په ٢٨ اورونو کې په ١١١ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ١١٢ منډو هدف وټاکه .
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري رياض څلور او عمران درې لوبغاړي وسوځول.
رييس احمدزي وويل، چې دافغانستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٧٦ منډو وسوځېدله.
د هغه په وينا، د افغانستان له لوري عمران ٣٠ منډې جوړې کړې.
پرون پاکستان هم د افغانستان د ګونګيانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP