منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

نيپال د افغانستان د ګونګيانو د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۲ کتنې

کابل ( پژواک ٢٦ ليندۍ ۹۱ ) : د نيپال د ګونګيانو د کرکټ لوبډلې په اسيايي سياليو کې د افغانستان د ګونګيانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ګونګيانو د کرکټ اسيايي سيالۍ تېره اونۍ د پاکستان په لاهور ښار کې پيل شوې، چې په کې دپنځو هېوادونو پاکستان، هندوستان، سريلانکا، نيپال او افغانستان د ګونګيانو د کرکټ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د ګونګيانو کرکټ لوبډلې روزونکي رييس احمدزي د لېندۍ په ٢٦ مه له لاهور څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان او نيپال د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د هغه په وينا، د دې لوبې پچه د نيپال لوبډلې وګټله او لومړۍ يې لوبه وکړه.

احمدزى وايي، چې دا لوبه په  ٤٠ اوورونو سمبال وه، خو د نيپال لوبډله په  ٢٨ اورونو کې په ١١١ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ١١٢ منډو هدف  وټاکه .

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري رياض څلور او عمران درې لوبغاړي وسوځول.

رييس احمدزي وويل، چې دافغانستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٧٦ منډو وسوځېدله.

د هغه په وينا، د افغانستان له لوري عمران ٣٠ منډې جوړې کړې.

پرون پاکستان هم د افغانستان د ګونګيانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.