کندوز (پژواک ۲۸ لېندۍ ۹۱): د کندوز د کرنې رياست د ځمکو عمومي مديريت وايي، چې په دغه ولايت کې د زورواکو له خوا ۹ زره جريبه ځمکې غصب شوي، خو دوی يې په يواځېتوب سره د بېرته راګرځولو توان نه لري.
د ياد ولايت د کرنې رياست د ځمکو عمومي مدير محمدابراهيم ترکمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځمکې په وروستيو دوو کلونو کې د زورواکو او با نفوذه اشخاصو له خوا غصب شوي، چې په شخصي ملکيتونو او خپلسرو کورونو اوښتې دي.
هغه د کوم زورواکي نوم وانه خيست خو زياته يې کړه، نيول شوې ځمکې د بلند ابه په سيمه کې دي، چې ګڼ عامه ملکيتونه او څړځايونه لري او ډېرې نورې بيا په خان اباد، امام صاحب، چهاردره او د کندوز ښار اړوند سيمو کې غصب شوې دي.
ترکمن د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: “امنيتي ځواکونه له موږ سره په دې برخه کې هېڅ مرسته نه کوي، که چېرې پوليس راسره مرسته ونه کړي، نو د ځمکو په راګرځولو کې بېوسه يو او هڅې مو کوم ځای نه نيسی.”
هغه خبرداری ورکړ، چې که امنيتي ځواکونه د ځمکو په راګرځولو کې جدي اقدم ونه کړی، نو امکان لري چې زياتې نورې ځمکې هم غصب شي.
ترکمن وايي، چې د روان کال په اوږدو کې يې د خلکو او کرنې ادارې په مرسته د يو شمېر هغو کسانو مخه نيولې، چې غوښتل يې دکندوز ښار په پل الچين سيمه کې د هستوګنې کورونه جوړ کړي.
هغه ادعا وکړه، چې په دې برخه کې ورسره امنيتي ځواکونو هېڅ مرسته نه ده کړې.
خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې له زورواکو يې د ځمکو د را ګرځولو په اړه تر دې دمه د ځمکې له مديريت څخه کوم رسمي مکتوب نه دی ترلاسه کړی.
هغه پژواک ته وويل: “د کرنې ادارې په غوښتنه هر ډول مرستې ته چمتو يو.”
د حسيني په وينا، چې پوليسو يې د غصب شوو ځمکو په را ګرځولو کې اجراات کړي او په څو وروستيو کلونو کې يې لسګونه غاصبين جلب کړي او د ځمکو د نه غصب په اړه يې ترې استحضاري اخيستې ده.
خو يوشمېر هغه کسان، چې دولتي ځمکې يې نيولي، استدلال کوي، چې د دغه هېواد تابعيت لري او دا د دوی حق دی، چې د سرپناه د نشتوالي له امله په دولتي ځمکو کې کورونه جوړ کړي.
يو تن، چې د کندوز مرکز ته نږدې د شېرخان په دوه لارې کې يې پر دولتي ځمکه کور جوړ کړی، د نوم په نه اخيستو پژواک ته وويل: “شل کاله کېږي، چې دلته مې کور جوړ کړی، که چېرې دولت زما کور نړوي، نو بايد بل چېرې ځای راکړي.”
هغه ومنله، چې د دغه ځای کوم رسمي سند نه لري، خو د کمزوري اقتصاد او سرپناه د نه شتون له امله اړ شوی، چې د خپل حق له مخې پر دولتي ځمکه کور جوړ کړي.
خو د کندوز ښار د دشت عسقلان سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرسول د خپلې ادعا له مخې وويل: “ما دلته کور جوړ کړی، دا ځمکې د محمدظاهرشاه په وخت کې راکړل شوي او قباله يې هم راسره ده.”
هغه ټينګار وکړ، چې که دولت وغواړي دغه ځمکه ورنه واخلي، نو حاضر دی چې له خپل حق نه دفاع وکړي.
د کندوز د کرنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په دغه ولايت کې له يوميليون او پنځه سوه زره جريبو زياته دولتي ځمکه شته،چې له دې کچې نه يې له ۳۷ زره جريبو زيات څړځايونه،۲۱زره جريبه ځنګلونه او نورې يې هم اوبيزې ځمکې دي.
په عين حال کې د کرنې وزارت وايي، چې د وروستيو څو کلونو په اوږدو کې يې په ولايتونو کې په زرګونه هکتاره ځمکه له غاصبينو راګرځولې، خو لا هم څلور ميليونه جريبه ځمکه، چې څړځايونه، شاړې ځمکې او دښتې په کې شاملې دي؛ په ټول هېواد کې عصب شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP