Language

د کابل – کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښې مرګ ژوبله رامنځ ته کړه

غزني ښار (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يو ٣٠٣ موټر له هينو لارۍ سره ټکړ کړى، چې له امله يې پنځه تنه مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د غزني د ترافيکو مدير څارمن محمدالله احمدي د لېندۍ په ٢٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني د مقر ولسوالۍ د زړې کمپنۍ په سيمه کې يوه ٣٠٣ موټر له هينو لارۍ سره ټکر وکړ.

د هغه په وينا، د ټکر له امله په ٣٠٣ موټر کې ناستې پنځه تنه سپرلۍ، چې درې په کې ښځې وې مړې شوې دي او ١٢ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې ٣٠٣ موټر له کندهار څخه د کابل پر لور روان و او هينو له کابل څخه د کندهار پر لور روانه وه، چې د هينو لارۍ چلوونکي خپل لاس پرېښى و او د ٣٠٣ موټر لاس ته اوښتى و.

د احمدي په خبره، هينو موټر د خوست پلېټ لري او چلوونکى يې له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلى ، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

دى وايي، چې د پېښې ټپيان د مقر ولسوالۍ سيمه ييز روغتون لېږدول شوي ، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يادونې ده، چې د کابل – کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښې خورا زياتې دي، چې خلک يې پړه د لويو موټرو د شرکتونو پر مسوولينو اچوي او وايي، چې هغوى له خپلو موټر چلوونکو غواړي، څو ګړندۍ تګ وکړي.

د غزني د ترافيکو مدير تېره ورځ پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه ۹۸ ترافيکې پېښې رامنځته شوي، چې له ۳۰۰  څخه ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.