کابل (پژواک،٣٠ ليندۍ٩١) : ولسمشر حامدکرزي دبريتانيا دحکومت هغه تصميم وستايه ، چې غواړي خپل ځينې سرتېري له افغانستان څخه وباسي .
دبريتانيا لومړي وزير ډېويډ کامرون تېره ورځ اعلان وکړ ، چې خپل څلور زره سرتېري به له افغانستان څخه وباسي .
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا دخپرې شوې خبر پاڼې له مخې ، چې يوه کاپي يې نن ( ٣٠ ليندۍ ) پژواک اژانس ته را رسېدلې ، ولسمشر کرزي له افغانستان څخه دبريتانوي ځواکونو له وتلو څخه دهر کلي تر څنګ ويلي ، چې افغان امنيتي ځواکونه له خپل هېواد نه ددفاع او امنيت ساتلو چمتووالی لري .
ولسمشر کرزي دبريتانيا دغه تصميم افغان ځواکونو ته دامنيتی مسووليت سپارلو لپاره په وخت اقدام ګڼلی دی .
په همدې حال کې د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کامرون هم تېره ورح له ولسمشر کرزي سره ټيليفوني خبرې وکړې .
د جمهوري رياست خبر پاڼه زياتوي ، چې دواړه لورو، دسولې پروسې ، دامنيتي مسووليتونو دلېږدبهير او دافغانستان ، پاکستان او بريتانيا په درې اړخېزه غونډه کې د ګډون په اړه ، چې ټاکل شوې په راتلونکې مياشت کې تر سره شي ،خبرې وکړې .
له ولشمشر کرزي سره دبريتانيا دلومړي وزير ټيليفوني اړيکه داسې مهال ونيول شوه ، چې دانګلستان دملي امنيت شورا تېره ورځ د ډيويډ کامرون په مشرۍ غونډه کې له افغانستان څخه د ۴۰۰ زره سرتېرو د وېستلو پرېکړه وکړه .
بلخوا بيا په کابل کې دبريتانيا له سفارت څخه پژواک ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې دسفير سرر يچارډ داستاګ له قوله راغلي ، چې له افغانستان څخه دبريتانوي ځواکونو د وتلو اعلان ، څرګندوي ، چې دافغان امنيتي ځواکونو وړتيا او ظرفيت اوچت شوی دی .
دبريتانيا سفير ، د ډېويډ کامرون د هغې اعلاميې هر کلی هم وکړ ، چې په افغانستان کې د ۲۰۱۳ کال تر وروستيو پورې د ٥٢٠٠ بريتانوي سرتېرو دحضور په اړه ده او دافغان امنيتي ځواکونو په وړتيا او ظرفيتونو لوړېدو، د بريتانيا باور څرګندوي .
هغه وويل ، چې دافغانستان په اړه دبريتانيا ژمنې پای نه، بلکې تغير مومي .
د بريتا سفير داوږد مهال لپاره له افغانستان سره دخپل هېواد په مرستو ټينګار کړی او ويلي يې دي : (( افغان ځواکونه دا مهال په ټول افغانستان کې دخپل نفوس له درېيمې برخې زيات امنيتي مسووليتونه پر غاړه لري ؛ خو زموږ تمه داده ، چې دغه ځواکونه د ۲۰۱۳ کال تر نيمايي پورې دټول هېواد امنيتي مسووليتونه پر غاړه واخلي او دا به زموږ لپاره د وياړ ځای وي .))
په کابل کې دبريتانيا سفارت دخبرپاڼې له مخې، دغه تصميم دهغه هوکړه ليک له مخې تر سره کېږي ، چې دايساف ټولو غړو او افغان حکومت پرې، دناټو دليزبون په سرمشريزه کې هوکړې ته رسېدلي وو .
په ورته وخت کې بيا دملي دفاع وزارت هم دبريتانيا له دغه تصميم څخه هر کلی کړی دی .
ددغه وزارت وياند تورنجرال ظاهر عظيمی ويلي ، چې د ملي اردو ځواکونه په ورسپارل شوو سيموکې دامنيت دټينګښت وړتيا لري او دهلمند هغه سيمې، چې افغان ځواکونو ته يې امنيتي چارې سپارل شوي ، امنيتي وضعه يې له پنځلس سلنې په زياته کچه ښه شوې ده .
هغه په داسې حال کې ، چې دهر ډول امنيتي تشې دنه پيدا کېدو خبره يې کړې ،زياتوي ، چې افغان امنيتي ځواکونه پوره چمتو والی لري ، چې په ۲۰۱۳ کال کې دلېږد پروسه په ښه ډول عملي کړي .
انګلستان په افغانستان کې ٩٥٠٠سرتېري لري ، چې ډېری يې په هلمند ولايت کې مېشت دي او په تېرو يوولسو کلونو کې يې ٤٣٨ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP