کندوز ( پژواک ۳۰ ليندۍ ۹۱) : په تخار ولايت کې دپاکستاني ډاکټرانو فعاليت په داسې حال کې وځنډول شو،چې يو شمېر خلک بيا دبهرنيو ډاکټرانو فعاليت ګران او زيانمن بولي.
دتخار دعامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله صافي په دغه ولايت کې د ۱۲ پاکستاني ډاکټرانو دفعاليت ځنډولو خبر ورکړ ، چې لامل يې دقانوني جواز نشتوالی په ګوته کړ .
ده چې تېر ماښام يې په دې اړه يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل ، چې په دې وروسيتو کې يوشمېر شخصي روغتونونو اوکلينيکونو له بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه يو شمېر کسان په روغتيايي برخو کې په کار ګومارلي دي .
صافي وويل،چې دعامې روغتيا د همکارانو په جلسه کې دهغوی اسناد او تحصيلي لاسوندونه وغوښتل شول ،خو ډېرو پکې دعامې روغتيا وزارت جواز او يو شمېر نورو بيا تحصيلي اسناد نه لرل ، چې په همدې اساس د روغتيا رياست تصميم ونيو، چې دفعاليت مخه يې ونيسي .
د تخار ولايت د روغتيا رييس وايي : (( دغه پاکستاني ډاکټران د روغتيا په رياست کې ثبت او راجستر وو او که نور پاکستاني ډاکټران هم له ثبت پرته فعاليت ولري، نو قانوني څارنه به يې وشي او فعاليت به يې ودروو .))
هغه وويل ،په پاکستانيو ډاکټرانو سربېره په ځينو روغتيايي مرکزونو کې تاجکستاني ډاکټران هم شتون لري ، خو دهغوی فعاليت د عامې روغتيا وزارت دلارښوونو په اساس دى او دکارونو پر وړاندې يې هېڅ خنډ شتون نه لري .
دتخار يو شمېر اوسېدونکي سره له دې، چې دپاکستاني ډاکټرانو دفعاليت بندولو هرکلی کوي ، خو وايي چې د روغتيا وزارت بايد هر وخت دبهرنيو وګړو دفعاليت کنټرول او څارنه وکړي .
دتالقانو ښار يوه اوسېدونکي حشمت الله وويل ، دخلکو اقتصاد خورا کمزوری دی، خو بهرني ډاکټران ګران بيه نسخې ورکوي .
هغه وايي : (( موږ له پاکستانيانو په هره برخه کې ستونزه ليدلي ، روان کال په ښوونځيو کې دپوليسو لخوا څو تنه يې د بې هوښۍ موادو د پاشلو په تور ونيول شول. ))
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال دپسرلي په موسم کې يوې پاکستانۍ مېرمنې، چې ددې ولايت په رستاق ولسوالۍ کې يې د ډاکټرې په نوم فعاليت کاوه، دتخار دملي امنيت رياست لخوا په ښوونځيو کې دبې هوښه کوونکو موادو دپاشلو او سلګونه کسانو دبې هوښه کولو په تور ونيول شوه .
د تالقانو ښار يوه بل اوسېدونکي عبدالله په دې اړه وويل : (( څه موده وړاندې مې يو ناروغ درلود،روغتيايي کلينيک ته مې يووړ، هلته پاکستاني ډاکټرانو فعاليت کاوه،دوه زره افغانۍ يې دمعايناتو ، درملو او فيس په نوم راڅخه واخيستې .))
سرچينه زياتوي،چې که يوه داخلي ډاکټر ته ورغلی واى، نو ټول لګښتونه مې له زرو افغانيو نه زياتېدل ،پاکستاني ډاکټر ته ځکه ورغلم ، چې اغېزمن درمل ورکوي ، خو دکتنې او درملو بيه يې لوړه ده .
عبدالله وويل ، چې دولت بايد تخار ولايت ته د ښو او مسلکي ډاکټرانو استولو ته پاملرنه وکړي ، څو بهرنيو ډاکټرانو ته اړتيا پيدا نه شي .
خو د روغتيا رييس وايي ، دبهرنيو ډاکټرانو دشهرت له امله زياتره خلک په دې باور دي ، چې هغوی دداخلي ډاکټرانو په پرتله ښه طبي خدمتونه وړاندې کوي ، په داسې حال کې ، چې دا واقعيت نه لري او که داخلي ډاکټرانو ته لازم طبي تجهيزات ورکړل شي، نو بهرنيو ډاکټرانو ته به کومه اړتيا پيدا نه شي .
که څه هم په دې وروستيو کې دتخار ولايت په ډېرو شخصي روغتونونو کې زيات شمېر پاکستاني ډاکټران دتخار داوسېدونکو لخوا په کار ګومارل شوي ، خو ددې ولايت د روعتيا رييس وايي ، چې وروسته له دې به دبهرنيو وګړو د فعاليت ټيڼګه څارنه وکړي او که چېرته پکې قانوني سرغړونه وويني ، نو دکار مخه به يې ونيسي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP