Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې پر څلور کلن ماشوم جنسي تېرى شوى

کندوز (پژواک ۳ غبرګولی ۹۱): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په يوه څلور کلن ماشوم جنسي تېری شوی دى.

د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماشوم د خپل کاکا په کور کې اوسېده او تېره ورځ پرې  د کاکا زوی جنسي تېری کړی دى.

قريشي زياته کړه، چې د کاکا زوی يې شل کلن دی او د خپل پلار په مشوره  کوم نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی.

خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني  وايي، چې پوليسو د دې پېښې په اړه پلټنې پيل  کړې دي.

د کندوز د حوزوي روغتون  د جراحۍ څانګې ډاکتر،  روح الله نيازی وايي، چې دغه ماشوم په سخت حالت کې روغتون ته ور وړل شوی، خو دا مهال يې روغتيايي وضعيت د ښه کېدو په حال کې دی.

هغه زياته کړه، طبي معاينات ښيي، چې پر دغه ماشوم جنسي تېری شوی دى.

د شمال ختيځ زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس حيات الله امير پر دغه ماشوم د جنسي تېري پېښه په کلکه وغندله.

نوموړي پژواک ته وويل، چې په روان کال کې د کمېسيون له خوا په دغه زون   (کندوز، تخار، بدخشان او بغلان ) کې پر ماشومانو د جنسي تېري  ۹ پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د تېر کال په ورته وخت کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۱۷ پېښې دکمېسيون له خوا ثبت شوې وې.

له دغو پېښو يوه يې تېره مياشت د تخار په مرکز تالقانو ښار کې په يوه ۱۴ کلن هلک وه، چې له تښتولو وروسته پرې جنسي تېری شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د تاوتريخوالي پېښو د شمېر په اړه اندېښنه څرګندوي او زياتوي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه د ښځو، نجونو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي له څلورو زياتې قضيې رامنځته شوي، چې له دې ډلې ۳۸يې د جنسي تېري پېښې دي او د جنسي تېريو نوي سلنه پېښې د کم عمره ماشومانو جوړوي.

دغه کمېسيون په داسې حال کې د جنسي تېريو په پېښو کې د ښکېلو کسانو د نيولو او ورته د سزا غوښتنه کوي، چې تېره مياشت په جنسي تېريو، قصدي وژنو، اختطاف او وسلوالو غلاوو کې ښکېل اته  تنه د سترې محکمې له وروستۍ پرېکړې او د ولسمشر له  توشېح وروسته په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.