کابل (پژاک ٤ مرغومى ٩١): ډاکټر نورمحمد مراد د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرائيوي رييس په توګه معرفي شو.
په همدې مناسبت د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د يوې خبري غونډې پر مهال سلاکار وزير او د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود وويل، چې له خپلې ژمنې سره سم يې دغه پوست اعلان کړ او د ازاد رقابت له لارې ډاکټر نورمحمد مراد د ياد بورد نوى اجرائيوي رييس وټاکل شو.
هغه زياته کړه، چې د دغه پوست لپاره ګڼ شمېر کسانو وړانديزونه کړي وو، خو د کرکټ بورډ اړوند کمېسيون له هغو څخه پنځه کسان غوره کړل او بيا يې د انټرويو له لارې، چې د کرکټ د نړيوالې شورا او د بېلابېلو دولتي ادارو استازو په کې ګډون درلود، په رڼه توګه يو تن وټاکه.
شهزاده مسعود وويل، چې د دغه پوست لپاره په کرکټ پوهېدنه او ښه اداره دوه مهم ټکي وو، چې له نېکه مرغه په ډاکټر نورمحمد مراد کې دا دواړه موجود دي.
د افغانستان کرکټ بورډ نوي اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وويل، چې دى به د کرکټ لوبې د ودې او د ښې ادارې رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې کورني کرکټ ته وده ورکول، نړيوالې اړيکې، له مرستندويه ادارو سره د اړيکو پياوړې کول او لوبغاړو ته د ښو اسانتياوو برابرول د ده له لومړيتوبونو څخه دي.
ډاکټر نورمحمد مراد دغه راز وايي، چې د کرکټ بورډ په اداره کې به د وړتيا لوړولو او د ښې ادارې رامنځ ته کولو لپاره هم کار وکړي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى به هڅه وکړي، چې ملي لوبډلې لپاره په نړيوالو مسابقو کې سيالۍ پيدا کړي.
د يادونې ده، چې ډاکټر نورمحمد له دې مخکې د کرکټ بورډ د پرمختيايي چارو د مسوول په توګه دنده ترسره کوله.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن